د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

د حج او اوقافو وزارت خزانه دار محاکمې ته راښکل شو


د افغانستان د حج او اقافو د وزارت يو كاركوونكي، د اداري فساد په تور محكمى ته راكښل شو. دى د دې وزارت خزانه دار و او ويل كيږي، چې په لكونو ډالر يې اختلاس كړي دي. محكمې په دې هكله ډير بحثونه وكړل، خو ترپاى پورې يې كومه نيتجه ورنه كړه.

په افغانستان كې د اداري فساد د مخنيوي او په دې لار كې د هڅو د پراخولو په مقصد، د دولت يو كاركوونكى د لكونو امريكايي ډالرو او سعودي ريالو د اختلاس په تور محكمې ته راكښل كيږي.

دا محكمه د دوشنبې په ورځ په كابل كې په علني بڼه پيل شوه.

د حج او اقافو د وزارت خزانه دار نورمحمد په دې تورن دى، چې تېركال يې د حج د مراسمو د اداء كولو په بهير كې، د ده له همكارانو سره يوځاى په لكونو ډالر اختلاس كړي دي.

د محكمې قاضي جليل فاروقي د موضوع په هكله وويل:

"محكمه په سړه سينه او ستاسي د حقونو په پام كې نيولو سره تا او ستا مدافع وكيل ته حق وركوي، چې د تورونو د ردولو په هكله كه هرډول اسناد لرئ حاضر يې كړی."

قاضي فاروقي داهم وويل، د حج او اقافو پخواني سرپرست وزير محمد صديق چكري، چې اوسمهال په بريتانيه كې اوسيږي هم، له دوى سره دوسيه لري.

د محكمې د چارواكو له خولې، د حج او اقافو پخواني سرپرست وزير محمد صدديق چكري له يوشمېرخصوصي شركتونو څخه د رشوت په اخيستلو تورن او پردوسيې يې څيړنې روانې دي.

خو صديق چكري په خپلو څرګندونو كې دا تورونه رد كړي دي.

د حج او اقافو د وزارت خزانه دار نورمحمد وويل، دى دا تورونه نه مني او حاضر نه دى، چې د وزارت د پخوانيو مامورينو له موجوديته پرته پر موضوع خبرې وكړي. ده وويل:

"مهرباني دې وشي څرګندونې دې وښودل شي، چې څومره اصولي دي، ما پيسې د صديق چكري په امر ليږدولي دي، دا ما پورى اړه نه لري له صديق چكري څخه يې وپوښتئ."

په دې ورځ محكمه د ډېرو بحثونو سره سره بياهم كومې نيتجې ته ونه رسيده او راتلونكي ته وځنډېده.

درې كاله مخكې د دې وزارت يوشمېر كاركوونكي هم د حج د مراسو په وخت كې د رشوت په اخيستلو تورن او محكمه شوي وو.

دا محكمه په داسې حال كې كيږي، چې د افغانستان جمهور رييس د اداري فساد پرضد پرجدي مبارزه ټينګار كوي.

كارپوهان وايي، كه دا لړۍ په جدي توګه پرمخ ولاړه شي، ډېر بډې اخيستونكي به محاكمو ته راكښل شي.
XS
SM
MD
LG