د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۳

ايټاليا له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام وركوي


د دې ادارې مشرې اليزابت نيلوني په كابل كې وويل، اداره به يې د بيارغونې په برخه كې د افغانستان د لومړيتوبونو په اړه هم څيړنه وكړي
د دې ادارې مشرې اليزابت نيلوني په كابل كې وويل، اداره به يې د بيارغونې په برخه كې د افغانستان د لومړيتوبونو په اړه هم څيړنه وكړي

د ايټاليا د پراختيايي همكارېو اداره وايي، له افغانستان سره به د بېلابېلو برخو په بيارغونې كې خپلو مرستو ته ادامه وركړي. د دې ادارې مشرې اليزابت نيلوني په كابل كې وويل، اداره به يې د بيارغونې په برخه كې د افغانستان د لومړيتوبونو په اړه هم څيړنه وكړي او د هغې په اساس به خپلې مرستې تنظيم كړي.

نيلوني چې نوې د ايټاليا د پراختيايي همكارېو د ادارې رييسه ټاكل شوې او كابل ته په سفر راغلې، خبريالانو ته وويل، چې د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير او د هرات د والي په ګډون به له يو شمېر افغان چارواكو او د نړېوالو موسسو له استازېو سره وګوري:

"زما د سفر هدف دا دى، چې د افغانستان له حكومت، خلكو او مدني ټولنې سره په دغه هېواد كې د لومړيتوبونو په اړه بحث وكړم.

همدا راز له افغان چارواكو سره به د خصوصي سكتور په برخه كې له افغان دولت سره د دوه اړخيزو همكارېو په اړه هم خبرې وكړم.

دا پروګرام به تر ډيره د هرات په شان په هغو سيمو كې عملي شي چې ايټاليا په كې حضور لري."
ميرمن اليزابت بيلوني د دوشنبې په ورځ په كابل كې د يو ان اچ سي آر يا د ملګرو ملتونو د كډوالو د عالي كمشنرۍ له رئيس سره هم يو تفاهم ليك لاسليك كړ


ميرمن اليزابت بيلوني د دوشنبې په ورځ په كابل كې د يو، ان، اچ، سي، ار يا د ملګرو ملتونو د كډوالو د عالي كمشنرۍ له رييس سره هم د پنځو لكو ډالرو په ارزښت يو تفاهم ليك لاسليك كړ.

په كابل كې د يو، ان، اچ، سي، ار وياند نادر فرهاد وويل، د دغه تفاهم ليك له مخې به ايټاليا د سرپل ولايت په سازمه قلعه ولسوالۍ كې له هغو كورنيو د سر پناه، پاكو اوبو او نورو اړتيا په برخه كې مرسته وكړي چې له ايران ته راستانه شوي دي:

"كله چې دوى سوزمه قلعه ته راغلل، نو خپل ټول ژوند يې له لاسه وركړى و، ځكه چې پنځه ويشت كاله مخكې د روسانو د يرغل په وخت كې دوى ايران ته ګډوال شوي و.

موږ د ايټاليا د حكومت په همكارۍ وكولاى شول چې له دوى سره يو څه مرسته وكړو.

د دې مرستې هدف دادى، چې موږ وكولاى شو، دوى په خپلو اصلي ځايونو كې چې د سازمان قلعې درې كلي دي، ځاى پر ځاى شي، له همدې امله دوى سرپناه، د څښلو پاكو اوبو او نورو پروژو ته اړتيا لري."

د ايټاليا د پراختيايي همكارېو د ادارې رييسې وويل، چې دغې ادارې تر اوسه پورې په افغانستان كې د ملګرو ملتونو د كډوالو د عالي كمشنرۍ له لارې له راستنېدونكو كډوالو سره له درې ديرشو ميليونو ډالرو نه ډيره مرسته كړې.

ايټاليا له افغان دولت سره له مالي مرستې سربېره د ناټو په مشرۍ په نړېوالو سوله ساتو ځواكونو كې سرتېري هم لري چې زياتره يې په هرات ولايت كې ميشت دي.

خو په افغانستان كې داسې انتقادونه كيږي، چې د نړېوالې ټولنې او بېلابېلو هېوادونو مرستې په دولتي او بهرنيو موسسو كې د موجود ادارې فساد له امله په ګټوره توګه نه لگيږي.
XS
SM
MD
LG