د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۶

بشري:سږكال په هېواد كې تروريستي پېښې زياتې شوي


بشري:پوليس توانيدلي، چې په دې موده كې له پنځه سوو زياتې ترورستي حملې شنډې كړي
بشري:پوليس توانيدلي، چې په دې موده كې له پنځه سوو زياتې ترورستي حملې شنډې كړي

د كورنيو چارو د وزارت په دې رپورټ كې ويل شوي، چې د تېر كال په پرتله د سږ كال د وري يا د حمل په مياشت كې تروريستي حملې په سلو كې ديرش زياتوالې ښيي. د كورنيو چارو د وزارت په وينا دا حملې تر ډيره د افغانستان په جنوبي او جنوب ختيځو ولايتونو كې زياتې شوي.

د دغه وزارت وياند زمري بشري، چې د يكشنبې په ورځ يي په كابل كې په يوه خبري غونډه كې په دې اړه توضيحات وركول، چې په تروريستي بريدو كې د زياتوالي له كبله د عامه خلكو مرګ ژوبله هم زياته شوې.

ده په دې اړه د كورنيو چارو د وزارت له خوا شوېو تحقيقاتو ته په اشارې وويل:

"خو د كورنيو چارو وزارت په خپل رپورټ كې دا هم ويلي، چې پوليس توانيدلي، چې په دې موده كې له پنځه سوو زياتې ترورستي حملې شنډې كړي او له دغو حملو سره په تړاو كې له دوه سووه پنځوسو نه زيات كسان ونيسي."
په دې وروستيو كې تروريستي پيښې زياتې شوي


د ښاغلي بشري په وينا پوليس توانيدلي، چې په دې موده كې د ټول هېواد په كچه د جنايتكاره ډلو د فعاليتونو مخه ونيسي په دې توګه په جنايي جرمونو كې كمى راولي.

په افغانستان كې د تروريستي بريدو د زياتېدو خبره په داسې حال كې كيږي، چې نړېواله ټولنه نه يوازې په هېواد كې د خپل پوځي حضور د غښتلې كولو هڅه كوي، بلكه غواړي د افغان امنيتي ځواكونو په شمېركې هم زياتوالې راولي او هغوى ښه سمبال كړي.

خو ښاغلي بشري پوليسو ته ورپېښو ستونزو ته په اشارې وويل، چې شوي مرستې كافي نه دي او دوى د خپلو ځواكونو د ښه سمبالښت لپاره نورو زياتو مرستو ته اړتيا لري:

"په اوسنيو شرايطو كې پوليس، چې د قانون د نفاذ په معمولي وسلو سمبال دي ډيرې سترې جنګي دندې پرمخ بيايي. د دې دندو پر مخ وړل څو ځله زياتو ښو وسلو، وسايلو او امكاناتو ته اړتيا لري، چې مقاوم او درنې وي. تر يوه حده پورې غښتلي وسايل را رسيدلي دي خو دا كافي نه دي."

په افغانستان كې او په تېره بيا د هېواد په جنوب او جنوب ختيځو سيمو كې د تاوتريخوالي د زياتېدو په اړه دا بحثونه په داسې حال كې كيږي، چې همدا اوس افغان او نړېوال ځواكونه په كندهار كې د پراخو پوځي عملياتو لپاره په تيارېو بوخت دي.

دا، چې دا عمليات به تركومه و توانيږي، په دغو سيمو كې د وسلوالو د فعاليتونو مخنيوې وكړي دا به د دې عملياتو له پيل نه وروسته څرګنده شي.
XS
SM
MD
LG