د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۰۷

دعلامه اقبال شاعر په وياړپه كابل كې يو سيمينار جوړشوى وه


په كابل كې د پاكستان سفير ډاكټر محمد صادق هم د علامه اقبال د افكارو او نظرېو په هغه اړخ رڼا واچوله

په دغه علمي او څيړنيز سمينار كې په لسګونو افغان او پاكستاني فرهنګيانو د مشرق د ستر شاعر او فيلسوف علامه اقبال لاهوري په فكري او ادبي اړخونو خپل نظرونه وړاندې كړل. دا سمينار د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزارت او په كابل كې د پاكستان د سفارت له خوا د يوې ورځې لپاره جوړ شوې وو.

د افغانستان د اطلاعات او كلتور وزير سيد مخدوم رهين د اقبال د شعرونو په بېلابېلو اړخونو رڼا واچوله او هغه يي د خپل وخت د يو داسې شاعر په توګه ياد كړ، چې په شعرونو كې يې هڅه، نوښت او اتحاد نغښتې وو:

"د اقبال هره كليمه د حركت او پويايي په لور ده. د ده ان غنايي شعرونه هم د حركت او پويايي، منډه او غورځنګ، له ژوند سره مينه او د ژوند جوړول او له هغه معنويت سره تړل ښۍ، چې له وحې څخه يى سرچينه اخيستله."

علامه اقبال كه څه هم په څو بېلابېلو ژبو شعرونه ليكلي، خو دې د هند او پاكستان په نيمه وچه كې د فارسي ژبې وروستې شاعر بلل كيږي.

د سمينار د ګډونوالو په وينا علامه اقبال تر ډيره د مولانا بلخ له شعرونو الهام اخيستلو او د سيد جمال الدين افغان له افكارو نه متاثره وو او تر ډيره يي په خپلو شعرونو كې د هغه له افكارو كار اخيست.

دې سمينار ته په كابل كې د پاكستان سفير ډاكټر محمد صادق هم وينا وكړه او په خپلو خبرو كې يي تر ډيره د علامه اقبال د افكارو او نظرېو په هغه اړخ رڼا واچوله، چې د افغانستان او پاكستان له تاريخ، كلتور او دود سره تړاو لري:

"افغانستان او پاكستان په خپله كې ګډې ژورې تاريخي، كلتوري، جغرافيي او عقيدوي ريښې لري.

دوى همدا راز ګډ دودونه، ژبې، ادبيات او اتلان لمانځي. د پاكستان ملي شاعر علامه اقبال دغه تاريخي تړاو په خپلو شعرونو كې را ژوندۍ كړې دې."

د علامه اقبال د فكري او ادبي اړخونو د څيړنې لپاره په جوړ شوي دغه سمينار كې د ده د زوې جاويد اقبال استول شوې پيغام هم ولوستل شو.

علامه اقبال لاهوري په ۱۲۸۹ لمريز كال كې زيږيدلې او بيا د اتو شپيتو كلونو په عمر په ۱۳۵۷ لمريز كال كې وفات او په لاهور كې خاورو ته وسپارلې شو.

د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزارت وايي، په پام كې لري، چې په راتلونكې كې هم د شاعرانو د ژوند او د هغوى د اثارو د څيړلو لپاره دا ډول علمي او څيړنيز ګډ سمينارونه جوړ كړي.
XS
SM
MD
LG