د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۳

فاروق وردك:بند ښوونځي او د مسلكي ښوونكو لږوالې لوى خنډ دى


د پوهنې وزير ډاكتر فاروق وردك
د پوهنې وزير ډاكتر فاروق وردك

د افغانستان د پوهنې وزارت ولايتي چارواكي د شنبې په ورځ په كابل كې د خپلو ستونزو او هغو ته د حل لارو د موندلو په خاطر په يوه لس ورځني سېمينار كې سره راټول شوې دي. د پوهنې وزير ډاكتر فاروق وردك وويل، چې اوس هم په هېواد كې تر پنځو ميليونو ډېرهغه ماشومان، چې ښوونځيو ته د تګ وړ دي له زده كړو بې برخې دي.

ښاغلي وردك د مسلكي ښوونكو كمښت يوه لويه ستونزه وبلله او ويې ويل، چې اوس هم په سلو كې نوي ښوونكي پوره لوړې زده كړي نه لري.

د پوهنې وزير د ولايتي چارواكو څخه وغوښته، چې د دغو ستونزو د حل لپاره ورسره جدي همكاري وكړي:

”دوستانو زه غواړم، چې له تاسو څخه يې واورم او كه ما كومه غلطي كوله غږ راباندې وكړئ، له دغه وخته څخه چې دلته سره راټول شوي يو، راځئ ګټه واخلو او مشوره سره وكړو، لار را وښياست.


هغه څه، چې نن يې زه تاسو ته ويلاى شم، دا دي چې د هېواد يو نسل مو بې سواده پاتې كېږي، د هغوي په وړاندې موږ مسئوليت لرو، راځئ، چې خپل مسئوليت پوره كړو.“

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، په پام كې لري چې په روان كال كې اتيا زره ښوونكي د رتبې د معاشاتو يا د اداري اصلاحاتو په نوي سيستم كې ورګډ كړي.

د پوهنې ولايتي چارواكي وايي چې د مسلكي ښوونكو كمښت او نه امنيت يې په مخكې پراته لوى خنډونه دي.

د زابل ولايت د پوهنې رئيس عبدالنبي ودان وايي، چې په دغه ولايت كې د دوه سوه ښوونځيو څخه يوازې ۳۶ د زده كوونكو پر مخ خلاص دي.

د يادو ستونزو تر څنګ د افغانستان د پوهنې وزارت چارواكي، په هېواد كې د امنيتي ستونزو له امله د سلګونو ښوونځيو په تړلو اندېښمن دي.

ويل كېږي، چې د زده كوونكو پر مخ ډېر تړل شوي ښوونځي د افغانستان په نا ارامو جنوبي ولايتونو زابل، هلمند او كندهار كې دي، د پوهنې وزير وويل چې تر دوه سوه ډېر ښوونځي يوازې په هلمند ولايت كې بندي دي.

د پوهنې وزارت چارواكي وايي، هڅه كوي چې د سپين ږيرو قومي مشرانو او ملايانو په همكارۍ په ټول هېواد كې بند ښوونځي بيا د زده كوونكو پر مخ پرانيزي.


معصوم ميوند - كابل
XS
SM
MD
LG