د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۰

په کندهارکې د خصوصي امنيتي کمپنيو ساتونکي پر بې ګناه کليوالو ډزې کوي


په کندهار کې ځينې خصوصي امنيتي کمپنۍ چې د ناټو د اکمالاتو امن ټينګوي، د وسلوالو د حملو له وېرې، پر بې ګناه کليوالو ډزې کوي. په کندهار کې په دغسې پېښو کې ګڼ کسان وژل شوي يا هم ژوبل دي. امريکايي چارواکي وايي، دغه کار له بهرنيو ځواکونو د خلکو ملاتړ کموي او په دې منځ کې ايجاد شوې فاصله لاپسې زياتېږي.

په کندهار کې د خصوصي امنيتي کمپنيو ساتونکي چې د ناټو ځواکونو د اکمالاتو امن ساتي، کله چې له کليو تېرېږي په پرله پسې ډول پر خلکو ډزې کوي، دا کار د ملکي افغانانو ملاتړ خپلولو په برخه کې د ائتلافي ځواکونو هڅې کمزورې کوي.

چارواکي وايي، دغه امنيتي کمپني پر کليوالو په دې نيت ډزې کوي، چې سخت دريځي وسلوال ووېروي. له دې کبله کله- کله ملکيانو ته مرګ ژوبله اوړي، دا هغه څه دي چې د امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان يې د خلکو د ملاتړ جلبولو لپاره مخنيوى غواړي.

د افغانستان په لويو ښارونو کې پر لويو لارو د ګزمې يوه امريکايي قوماندان تورن ماټ کوېګل اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته وويل ”کله چې دوى له ګڼه ګوڼې ډکو سيمو څخه تېرېږي، لومړى پر ماشې ګوته کښېکاږي، وروسته پوښتنې کوي“.


په کندهار کې بهرني ځواکونه وايي دوى خپلو عالي رتبه چارواکو ته په دې اړه شکايت کړى او حتى د دغو کمپنيو ځينې ساتونکي يې نيولي، يا يې هم دا معلومات ورکړي، چې څنګه د دغو اکمالاتي کتارونو امن ټينګ کړي، خو ستونزه ختمه نه ده.

اسوشېټېډ پرېس زياتوي، اکثره دغه کمپنۍ د هغو کسانو دي، چې د کندهار له زورواکو سره تړلي دي.

پنځه ويشت کلن شېرمحمد چې ورور يې سليمان د مارچ په نيمايي کې د ناټو ځواکونو د اکمالاتو د امنيتي کمپنۍ په ډزو وژل شوى، وويل ”حکومت زموږ په غم کې نه دى“.

شېرمحمد زياته کړه، چې دوه نور خپلوان يې هم په ورته پېښو کې له تېرو اتو مياشتو راهيسې ټپيان شوي، چې يو يې ١٢کلن ماشوم و.

د شېرمحمد په ګډون ګڼ کسان د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې راغونډ شوي وو، چې ولسوال عبيدالله باوري ته خپل شکايت ووايي. ولسوال په دې اړه وويل ”دا يوه لويه ستونزه ده، يوازې په ميوند ولسوالۍ پورې نه ده تړلې، په ټول کندهار کې دا ستونزه شته، اکثره خلک له کوم دليل پرته په دغو ډزو وژل کېږي“

په دې توګه امريکايي او نور چارواکي نه شي کولاى ملکي افغانان قانع کړي، چې تر طالبانو يې دوى ډېره ساتنه کوي.

د کندهار يوه اوسېدونکي سيد احمد خوشال ازادۍ راډيو ته وويل، همدغو ډزو يا ټکانونو د دې ولايت خلک ډېر وېرولي دي.

يوه پوځي چارواکي ډګرمن ډېو ابراهامس وويل ”دا د امنيتي شرکتونو غيرمسوولانه کار دى“

دا د ملکي افغانانو د ملاتړ ترلاسه کولو په برخه کې ناټو ته کار نور هم سختوي.

ابراهامس خپلو مسوولانو ته په دې اړه يو ايميل هم وليکه، چې په کې راغلي ”دوى وسلوال دي، يونيفورم يې اغوستى، د امريکا د اکمالاتي کتارونو امن ساتي، خو له يوې مخې پر کليوالو ډزې کوي“.

په کندهار کې د يوه امنيتي شرکت ساتونکي جلاد خان دا تورونه رد کړل، ويې ويل ”ناټو ځواکونه پر موږ باور لري“ نوموړي وويل داسې ډېرې کمې پېښې کېږي، چې د دې کمپنۍ ساتونکي دې له کوم دليل پرته پر کليوالو ډزې وکړي.

نوموړي ويلي، په هغه صورت کې دوى ډزې کوي، چې څوک ورباندې بريد وکړي. دۀ زياته کړه ناټو ځواکونه يې استخداموي او روزي يې.

په واشنګټن کې د جګړې د مطالعې انستيتوت د يوه نوي راپور له مخې، په کندهار کې ځينې پخواني قوماندانان په دغو کمنيو کې خپل کسان لري، چې له دغو کمپنيو هم عوايد ترلاسه کوي.
XS
SM
MD
LG