د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۷

په كابل كې د څمكني د مړينې دويم تلين ولمانځل شو


په ولسي جرګه كې د خلكو استازې فضل الرحمن څمكني دويم تلين ولمانځل شو
په ولسي جرګه كې د خلكو استازې فضل الرحمن څمكني دويم تلين ولمانځل شو

په كابل كې د ولسي جرګې د غړي فضل الرحمن څمكني د دويم تلين په نمانځغونډه كې په دې هېواد كې د سولې د ټينګښت پر لارو چارو او د افغانانو تر منځ د ملي يووالي په پراختيا پراخ بحثونه وشول. په دې غونډه كې د پكتيا ولايت د سپين ږيرو سربېره ، د ملي شورا يو شمېر غړي او د ولسمشر كرزي د اقتصادي او امنيتي سلاكارانو په ګډون د دولت نورو لوړ پوړو چارواكو هم ګډون كړى وه.

په ولسي جرګه كې د پكتيا ولايت د خلكو استازى دوه كاله مخكې د مجاهدينو د بريال په لمانځغونډه كې چې ولسمشر كرزي هم ګډون كړى وه، په يوه وسلواله حمله كې ووژل شو، په دې پېښه كې د ښاغلي څمكني په ګډون دوه تنه ووژل شول او ډېر شمېر نور ټپيان شول.

د افغانستان د جمهوري رياست امنيتي سلاكار محمدمعصوم ستانكزي په هېواد كې شته ستونزو ته اشاره وكړه، چې ټولې دغه ستونزې هغه مهال هوارې دى شي چې ټول افغانان سره يولاس شي.
د افغانستان د جمهوري رياست امنيتي سلاكار محمدمعصوم ستانكزى


ښاغلي ستانكزي ومنله، چې دولت نيمګړتياوې لري،چې دغه هېواد يوازې په انتقادونو نه ودانيږي، د شته ستونزو لپاره د حل لار وموندل شي.

په همدې حال كې د ولسمشر كرزي اقتصادي سلاكار انورالحق احدي په ټولنه كې د سولې د ارزښت په اړه وويل، چې د سولې او امنيت پرته يو هېواد پرمختګ نه شي كولاى.

نوموړي زياته كړه، چې سياسي اختلافات په جګړه نه بلكې په سولې هوارېدى شي هغه همدا راز د څمكني قوم په استازيتوب حاجي محمدڅمكني وينا وكړه او خلك يي يووالي ته روابلل.

په افغانستان كې د سولې او امنيت د ټينګښت په اړه په داسې حال كې ټينګار كيږي، چې په پام كې ده، د سولې مشورتي جرګه د روان كال د غويي مياشتې په وروستيو كې جوړه شي.

كه څه هم په پام كې وه، چې دغه جرګه د همدې مياشتې په دولسمه نېته تر سره شوې وى، خو د ځينو لاملونو له كبله لكه امريكا ته د ولسمشر كرزي سفر د ولسي جرګې د كانديدانو د نوم ليكنې لړى، د دې لامل شول چې د سولې مشورتي جرګه په ټاكلي وخت تر سره نشي.

تمه كيږي چې په دې جرګه كې د هېواد شا و خوا يو زره و درى سوه تنه د خلكو استازي ګډون وكړي.
XS
SM
MD
LG