د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

د هلمند نوى امنيه قوماندان عبدالحكم انګار په دنده وګمارل شو


د هلمند لپاره نوي امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحكم انګار وټاكل شو او د جمعې په ورځ يي په رسمي ډول د امنيه قوماندانۍ اړوند ټولي چارې په غاړه واخيستى. عبدالحكم انګار وړاندې تر دې په كابل كې د ساحوي زون د قوماندانۍ ترڅنګ په كندهار كې د امنيت د امر په توګه دنده ترسره كړې ده.

په كندهار كې د۴۰۴ميوند زون د قوماندانۍ مرستيال ميرويس، چې عبدالحكم انګار د معرفي كولو مراسمو ته راغلى وو وويل، كه چېرې هلمنديان د تغيراتو غوښتنه كوي له نوي امنيه قوماندان سره دې مرسته وكړي.

د هلمند د والي مرستيال عبدالستار ميزكوال د انګار نه غوښتنه وكړه، چې د ولايت له مقام سره دې په هغه اجراوي بورډ كې د پوره همكارۍ مرسته وكړي، چې ټولې نظامي او امنيتي چارې څاري.

ميرزكوال وويل، له نوي قوماندان څخه مو غوښتنې د پوليسو اخلاق، له پوليس نه د خلكو رضايت او د پوليسو د يوه رښتني تشكيل مالومول دي.

په هغه غونډه كې، چې په همدې موخه جوړه شوې وه، زياترو ويناوالو د پخوانۍ امنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاد كارونه وستايل.

د هلمند د ولايتي شورا ريس محمد انور خان له تازه دمي امنيه قوماندانۍ مل پاسوال انګار نه غوښتنه وكړه، چې د هغه پوليسو په اړه څيړنه وكړي، چې د ناټو او ايساف ځواكونو په اكمالاتي كاروانونو كې كار كوي او د امنيت چارې ترې پاتې دي.

هغه مالومه نه كړه، چې څوك؟ خو شكايت يي وكړ، چې د زياتو پوليس قوماندانانو كارونه شخصي شركتونو سره دي، خو عبدالحكم انګار په داسې حال كې په هلمند كې د پوليسو د قوماندان په توګه چارې ترلاسه كوي، چې نه يوازې دولتي مسئولين ترې هيلي او غوښتني لري، بلكې په هلمند كې ميشت اقليتونه ترې د پوره پاملرنې غوښتنه كوي.

د اهل هنودو د شورا مشر باګ سينګ له نوي امنيه قوماندان عبدالحكم انګار نه غوښتنه كوي، چې د دوي د امنيت ترڅنګ دې د دو ي دودونو ته پوره پاملرنه وكړي.

هلمند د افغانستان په جنوب كې هغه سيمه ده، چې له ډيرې مودې راهيسي يي نوم په نا امنۍ اخيستل كيږي، خو اوس يي په يو شمېر سيمو كې ورځ تر بلې امنيت ټينګيږي.

په دې ولايت كې واشير،باغران او ديشو ولسوالۍ عملان د دولت د مخاليفينو يا وسلوالو طالبانو تر ولكې لاندې دي.

له طالبانو په تازه نيول شوو سيمو كې مارجه ده، چې امنيت په كې خراب دى او د خلكو لويه ستونزه هم په دې ولسوالۍ كې د امنيت د ټينګښت ټكنى بهير دى.

كه څه هم د پوليسو د اصلاحاتو پروسه ډيره په چټكۍ سره پرمخ ځي، خو خلك په لښكرګاه كې د پوليسو د بيرو بار له امله پوزي ته راغلي دي، چې زياتره وخت د نظامي موټرونو د ټكرونو له امله د ملكي كسانو ماشومان وژل كيږي.

د اوسني امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحكم انګار لپاره سترې ننګونې د نشه يي توكو د قاچاقبرو غښتلي ډلي، د انسان تښتونكو او غلو تر څنګ په هغه ولسواليو كې د خلكو زړونه جلبول دي، چې كلونه يي د وسلوالو طالبانو تر ولكې لاندې تېر كړي دي.
XS
SM
MD
LG