د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

بارکزی: سلګونو تنو د ولسي جرګې ټاکنو ته خپل نومونه ثبت کړي


د ټاكنو كميسيون د دالارنشا سرپرست ذكريا باركزي
د ټاكنو كميسيون د دالارنشا سرپرست ذكريا باركزي

د انتخاباتو د خپلواك كميسيون چارواكي وايي، تراوسه پورې د ولسي جرګې انتخاباتو ته سلګونه كانديدانو خپل نومونه ثبت كړي دي. د ټاكنو كميسيون د دارالانشا سرپرست ذكريا باركزي د پنجشنبې په ورځ په كابل كې يوي خبري غونډي ته وويل، په دې كسانو كې يو شمېر ښځې او د ولسي جرګې اوسني غړي هم شامل دي. نوموړي همداراز ناامني د ولسي جرګې د راتلونكو انتخاباتو په مخ كې يوه لويه ستونزه بللې.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي، د ولسي جرګې انتخاباتو ته د كانديدانو د نوم ليكنې لړۍ پرته له كومې ستونزې پر مخ روانه ده او تر اوسه پورې ګڼ شمېر كاندانو خپل نمونه ثبت كړي دي.

د ټاكنو كميسيون د دالارنشا سرپرست ذكريا باركزي د پنجشنبي په ورځ په كابل كې يوې خبري غونډې ته په وينا كې ادعا وكړه، چې تراوسه پورې د كانديدانو د نوم ليكنې په پروسه كې د هر ډول درغليو مخنيوی هم شوى دى.

نوموړي وويل، د ولسي جرګې انتخاباتو ته د كانديدانو د نوم ليكنې په پروسه كې چې د غويي یا ثور د مياشتې تر پنځلسمې نېټې پورې به دوام وكړي، تراوسه پورې د يو شمېر ښځو او ځينو برحاله وكيلانو په ګډون له زرو ډيرو كسانو نومونه ليكلي دي:

"موږ په ټول افغانستان كې ۱۰۲۴ تنه ثبت كړې دي، چې له دې ډلې يوسلو پنځوس تنه يې ښځې او ديارلس تنه كوچيان دي، پروسه په ډيره ښه توګه پر مخ روانه ده."

پ دې غونډه كې د انتخابانو كميسيون د دارلانشا سرپرست په روان امنيتي وضع انديښنه وښوده او ویې ويل، چې افغان او بهرني امنيتي ځواكونه بايد د انتخاباتو لپاره دروانو تدابيرو امنيت ټينګ كړي.

باركزي وويل، په پلان كې ده چې د ولسي جرګې د انتخاباتو په ورځ د هېواد په شپږ زره او اته سوه مركزونو كې د رای وركولو شل زره ځايونه پرانستل شي.

هغه وويل، د دې مركزونو د امنيت د ټينګښت په څرنګوالي به په نږدې راتلونكې كې له امنتي ځواكونو سره غونډه وكړي.

د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د معلوماتو له مخې د كانديدانو د نوم ليكنې لړۍ، چې د حمل مياشتې له يو دېرشمې نيټې پيل شوي او د ثور مياشتي تر ۱۵ پورې به دوام وكړي، پرهېڅ ډول د تمديد وړ نه ده، خو يواځې په كندهار ولايت كې ښايي له دې امله تمديد شي، چې د روانو ناامنيو له امله په كې ځنډ راغلى و.

د انتخاباتو كميسيون وايي، د ولسي جرګي ټاكني چې ټاكل شوي د روان كال د وږي مياشتې په ۲۷ نيټه تر سره شي لازم چمتوالی نيول شوي دي.

د انتخاباتو د كميسيون له خوا د اعلان شوي مهال ويش له مخې، د روانې مياشتي له ۲۲ تر اته ويشتمي نيټې پورې به د ولسي جرګې دكانديدانو لومړنۍ ليسټ خپور او د دې لېسټ له اعلان وروسته به د اعتراضونو لړۍ پيل شي، چې د روان كال د جوزا تر ۲۰نيټې پورې به دوام وكړي او له ټاكنو دوه مياشتې مخكې يعنې د سرطان په اوه ويشتمه نېټه به انتخاباتي مبارزې پيل شي.
XS
SM
MD
LG