د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۲

افغان دولت د امريكا د دفاع وزارت خپور شوى راپور ردكړ


د افغانستان حكومت د امريكا د دفاع وزارت هغه خپور شوى راپور ناسم وباله، چې په كې ويل شوي د جمهور رييس كرزي حكومت د دې هيواد په هغو سيمو كې ملاتړ له لاسه وركړى چې ستراتيژيك اهميت لري. د ولسمشر كرزي يوه وياند سيامك هروي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل، چې د امريكا د دفاع وزارت دغه راپور پرواقعيتونو نه دى ولاړ اولكه څنګه، چې لازمه ده په كې څيړنه او تحقيقات نه دي شوي.

د ښاغلي هروي په خبره د امريكا د دفاع وزارت په خپور شوي راپور كې د افغانستان په نا امنو سيمو كې له افغان حكومت څخه ملاتړ كمزورى ښودل شوى په داسې حال كې چې دغه ډول سيمو ته تګ ستونزمن كار دى:

"لومړى دا چې كوم كسان دا ډول راپورونه جوړوي نا امنو سيمو ته نه شي تلې څو د خلكو رښتيني خبرې څرګندې كړي.

دوهمه دا، كله چې د افغانستان د حكومت له مخالفت سره سره بمبارۍ كيږي، خپل سره پوځي عمليات روان دي، خلك نيول كيږي، كورونه تلاشي كيږي، نو طبيعي خبره ده چې خلك نا راضه كيږي.

د بهرنيانو دا ډول خپل سره اونا هماهنګه فعاليتونه افغان حكومت او په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو موجوديت هم تر پوښتنې لاندې راولي."

دا څرګندونې په داسې حال كې كيږي، چې پنټاګون يا د امريكا د دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ يو راپور خپوركړ چې په كې ويل شوي، د ولسمشر كرزي په حكومت كې د اداري فساد موجوديت په دې حكومت د خلكو باور كم كړى او د اداري فساد دله منځه وړلو لپاره افغان حكومت سياسي لوالتيا نه لري.

دغه راز د امريكا د دفاع وزارت په دې خپور شوي راپور كې راغلي، چې د افغانستان په يو سلو يوويشت نا امنو ولسواليو كې چې ډېر ستراتيژيك اهميت لري يوازې په نهه ويشتو كې يې خلك د ښاغلي كرزي له حكومت څخه ملاتړكوي.

خو د ولسمشر كرزي وياند سيامك هروي وايي، چې د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره حكومت جدي هڅې پيل كړي او ښې لاس ته راوړنې هم لري، دغه رازده څرګنده كړه، چې د تروريزم په وړاندې مبارزه كې هم جمهور رييس كرزى د ناټو او بهرنيو ځواكونو ښه شريك او پياوړى همكار دى.

خو يوشمېر سياسي څيړونكې هم د امريكا د دفاع وزارت دغه راپور پرځاى او سم بولي، د كابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد ودير صافى وايي، چې د جمهور رييس كرزي حكومت په تيرو كلونو كې په ملي او نړيواله سطح خپلې كړې ژمنې نه دي عملي كړي او په هره برخه كې ناكامه پاتې شوي دي:

"دې رژیم نه هېڅ هم په لاس رانغلل، نه د قانو حاکمیت شته، نه مسلکي خلک رواستل شول، نه د امنیت په تامینولو کې کار کولی شي او د فساد په کمولو کې سیاسي اراده وجود نه لري.

که په ۳۴ ولایتونو کې که وګرځي په سلو کې نوي دولتي مامورين رشوت خوري او خیانت کوي، نو له دې مملکت څخه به څه جوړ شي."

د پنتاګون يا د امريكا د دفاع وزارت په ۱۵۲ مخيز خپور شوي راپور كې چې كانګرس ته هم استول شوى دا هم ويل شوي، چې افغان حكومت په ځينو برخو كې برياوې هم لري خو اداري فساد، له خلكو سره د ځينو دولتي چارواكو بد چلند او داسې نور هغه موارد دي، چې د حكومت او خلكو ترمنځ يې فاصله زياته كړې ده.

د امريكا د دفاع وزارت له خوا دا راپور په داسې حال كې خپريږي چې ټاكل شوې ده ولسمشر كرزى د راتلونكي ميلادي مياشتې په لسمه امريكا ته سفر وكړي اوله جمهور رييس بارك اوباما او نورو امريكايي چارواكو سره په بيلابيلو مسايلو خبرې وكړي.

خو دا لانه ده معلومه چې جمهوررييس كرزى به له امريكايي چارواكو سره په نږدې ليدنه كې څومره وتوانيږي په بيلابيلو برخو كې د خپل حكومت كړې هلې ځلې كافي وښيي او د امريكايي او نورو لويديځو هيوادونو د مشرانو پيدا شوې انديښنې لري كړي.
XS
SM
MD
LG