د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

پنټاګون: ډیري افغانان د کرزي د حکومت ملاتړي نه دي


له ۱۲۱ ولسوالیو څخه چې د روانې جګړې په ترڅ د ستراتیژیک اهمیت لرونکې ولسوالۍ بلل شوې، یواځې ۲۹ یې د کرزي د حکومت ملاتړ کوي.
له ۱۲۱ ولسوالیو څخه چې د روانې جګړې په ترڅ د ستراتیژیک اهمیت لرونکې ولسوالۍ بلل شوې، یواځې ۲۹ یې د کرزي د حکومت ملاتړ کوي.

پنټاګون وایي، د ولسمشر حامد کرزي له حکومت څخه د خلکو ملاتړ ډېر کمزوری دی او په حکومت کې اداری فساد پر دې حکومت د خلکو باور ته ډېرزیان رسولی. پنټاګون د افغانستان په اړه په یوه نوي رپوټ کې چې پرون یې خپور کړ وایی، د افغانستان له ۱۲۱ ولسوالیو څخه، چې د روانې جګړې په ترڅ کې د ستراتیژیک اهمیت لرونکې ولسوالۍ بلل شوی، یواځې ۲۹ یې د کرزي د حکومت ملاتړ کوي.

د امریکا پوځ په دې باور دی، چې دافغانستان د مهمو سیمو له څلورو یوه برخه یې د افغانستان د ولسمشر حامد کرزی د حکومت ملاتړ کوي او په دې هېواد کې د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره د سیاسي ارادې په باب شک او تردید په خپل حال پاتې دی.

دا د پنټاګون د هغه نوی څیړنیز رپوټ د محتوا یوه برخه ده چې دافغانستان په اړه یې پرون خپور کړ.

رویټرز اژانس وایي په دغه ۱۵۲ مخیز رپوټ کې چې د امریکا د دفاع وزارت یا پنتاګون د امریکا کانګرس ته استولی په افغانستان کې پر روانې جګړې د کنټرول ټینګولو په هڅو کې له ناټو سره د یوه ښه شریک په توګه د کرزي پر وړتیا اندېښنه څرګنده شوې ده.

دغه رپوټ په داسې وخت خپریږي، چې کرزی به د مې له لسمې تر څوارلسمې له واشنګټن څخه کتنه وکړي. کرزی به د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره وګوري او تمه ده، چې هڅه به وکړي، چې د هغو دېرشو زرو امریکایي سرتېرو د اغیزمنیتا په اړه اندیښنې راکمې کړي، چې اوباما یې افغانستان ته د لېږلو پرېکړه کړې ده.

پنټاګون وایي، که څه هم افغانستان د اداري فساد پرضد د مبارزې په تېره د قانوني او اداري اصلاحاتو په برخه کې پرمختګونه کړي، خو ریښتینی چلنج په خپل حال دی او د دې ستونزې د هواري لپاره هم پرسیاسي ارادې شک موجود دی.

په راپور کې خبرداری ورکړل شوی، چې اداري فساد ته په پام سره پرحکومت د خلکو باور ډېر کمزوری دی، چې د ملامتي ګوته یې نړیوالې ټولنې او نړیوالو ځواکونو دواړو ته هم نیول کیږي.

په دغه رپوټ کې ویل شوي، چې له ۱۲۱ ولسوالیو څخه چې د روانې جګړې په ترڅ د ستراتیژیک اهمیت لرونکې ولسوالۍ بلل شوې، یواځې ۲۹ یې د کرزي د حکومت ملاتړ کوي.

په رپوټ کې داهم ویل شوي، چې په حکومت کې اداري فساد، خلکو ته د لومړینو اسانتیاو په برابرولو کې د حکومت ناتواني او د ځینو حکومتي چارواکو او افغان امنیتي ځواکونو بدو چلندونو د وسله والو طالبانو د فعالیتونو له دوام سره مرسته کړې ده.

خو په رپوټ کې دې ته هم اشاره شوې وسله وال طالبان تر بل هروخت اوس ترډېر فشار لاندې دي، چې د دې فشارونو په نتیجه کې دوی ډېر وارخطا دي او مورال یې کمزوری شوی دی.

په رپوټ کې ویل شوي، چې له دې حالت سره په وروستیو کې پاکستان کې د وسله والو طالبانو د مهمو څیرو نیونو او په افغانستان کې د هغوی د قوماندانو وژل کېدو هم مرسته کړې ده.
XS
SM
MD
LG