د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

اوباما افغانستان ته د دیرشو زروسرتېرو د استولو پریکړه کړی


که چېرې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته ورسیږي نو دا به د نړېوالې ټولنې سترو طاقتونو ته یو ستربحران وي. په افغانستان کې یو سخت دریځې اسلامي رژیم به چین ته چې اوس هم د هېواد په لویدیځ کې له خپلو مسلمانانو سره په لانجه کې دی، خطر رامنځ ته کړي. امریکا او اروپا به پرته له شکه په افغانستان کې د تروریستي حملو د پلانونو د جوړېدو له شره خلاص او ارامه نه وي.

روسیه به په شمالي قفقاز کې د تروریستي شبکو له قوت څخه ضرر وویني او د افغانستان اسلامي رژیم یعنې طالبان به د دې سېمې له وسله والو سره تخنیکي، لوژیستیکي او بشري مرستي وکړي.

دغه راز به د پاکستان شمال لویدیځ هم له خطر سره مخامخ شي، هند چې په کشمېر کې د اسلامي افراطیانو له مقاومت او ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، په افغانستان کې د سر سختي رژیم په واکمنۍ به یې ستونزې نورې هم زیاتې شي.

د ایران ګټې به هم په مستقیم ډول په خطر کې شي. د تهران او طالبانو تر منځ په عقیدوي لحاظ ستر اختلاف موجود دی.
نشنل انټرسټ خپرونه لیکي:

ازبکستان په افغانستان کې د خپلو ملی ګټو په مقصد د اوږدې مودې راهیسی د یوه منځګړي رول لوبوي.

پوښتنه دلته ده چې ایا امریکا، روسیه ، چین، هند، پاکستان او ایران به هم د تاشکند په پل قدم کیږدي او دوی به هم په افغانستان کې د منځګړي دریځ غوره کړي او کنه؟

مخکې له هغې چې امریکا په ۲۰۰۱ میلادی کال کې په افغانستان کې پوځي حضور پیدا کړي، ازبکستان په ۱۹۹۹ کال کې د ملګرو ملتونو د پروګرام په اساس د۲ ۶+ هېوادونو په ډله کې و.

په دې ډله کې ترکمنستان، پاکستان، ایران، تاجکستان، چین، روسیه، امریکا او ازبکستان شامل وو چې د افغانستان د ثبات لپاره یي باید کار کړاى واى.

په ۱۹۹۹ کال کې په تاشکند کې د افغانستان د ثبات په مقصد یو کنفرنس جوړ شوی و او د یادو شوېو هېوادونو تر منځ د همکارۍ او ډیالوګ لپاره یي لاره هواره کړې وه.

د همدې فورمول په اساس، د ازبکستان ولسمشر اسلام کریموف په ۲۰۰۸ کال کې په بوداپست کې د ناټو په مشریزي غونډې کې وړاندیز وکړ، چې د افغانستان لپاره ۶+۲ ډله دې ۶+۳ ته پورته شي او ناټو دې هم په کې شامل شي.

د دې وړاندیز هدف داو، چې د افغانستان په مسلې کې نړېوال ګډون به په دې هېواد کې د ګاونډیانو د قدرت غوښتنې او شخړو مخه ونیسي، افغانستان به له تروریستانو څخه خلاصه سېمه اعلان شي او په عین وخت کې به په هېواد کې د اقتصادي او ترانسپورتي پراختیا ستر پروګرامونه هم تر لاس لاندې ونیول شي.

نشنل انټرسټ خپرونه وړاندې لیکي: د ازبکستان او افغانستان تر منځ سوداګریزې او اقتصادي همکارۍ زیاتې شوي او ازبکستان د افغانستان پولې ته له نږدي ښارګوتې، تېرمز څخه مزار شریف ته د اورګاډې د پټلۍ غزولو کارهم پیل کړي دي.

د دې پروژې لګښت به د ازبکستان او افغانستان حکومتونه او د اسیا پراختیایي بانک ورکوي.

د دې پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان نه یوازې د ازبکستان مارکیټونو ته لار پیدا کړي بلکه د روسیې او چین په شمول به د مرکزي اسیا نورو هېوادونو ته هم ځان ورسوي.

په داسې یوه اقتصادي حالت او فرصت سره به افغانستان، د مرکزي اسیا د هېوادونو په اقتصادي حلقې کې شامل شي او نور هیوادونه به د خپلو اقتصادي ګټو په مقصد هم د افغانستان د ثبات لپاره هلې ځلې وکړي.

د نشنل انټرسټ خپرونې په باور، ازبکستان په خپل وار او ونډې د افغانستان د اقتصادي پراختیا او ثبات لپاره کار کولاي شي، خو د ۶+۳ هېوادونه باید په یوه غږ میدان ته شي او افغانستان د بې وزلۍ له حالت څخه را وباسي تر څو له دغې خلا څخه طالبان نوره ګټه پورته نه کړي.

امریکا باید د افغانستان د اقتصادي پراختیا په مقصد له یادو شوېو هېوادونو سره د عمل میدان ته ودانګي او په دې توګه به امریکا د طالبانو له شره هم خلاصه شي.
XS
SM
MD
LG