د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۷

مك كريسټال:هڅه به وكړو چې د كندهار په عملياتو كې عامو خلكو ته زيان ونه رسيږي


مك كريسټال:موږ په كندهار ولايت كې د يوې سيمې د نيولو په هدف عمليات نه كوو
مك كريسټال:موږ په كندهار ولايت كې د يوې سيمې د نيولو په هدف عمليات نه كوو

په داسې حال كې، چې په كندهار كې د پراخو پوځي عملياتو لپاره تيارۍ روانې دي، په افغانستان كې د نړېوالو ځواكونو قومندان وايي، دوى هڅه كوي، چې په دغو عملياتو كې عام ولس ته زيان وا نه وړي. جنرال سټينلي مك كرېسټال د چهار شنبې په ورځ په كابل كې ازادۍ راډيو په ګډون محدودو رسنيو ته وويل،

تر ډېره هڅه پر دې ده ، چې د كندهار په ګڼ ميشتو سيمو كې له مخالفينو سره مخامخ جګړه ونه شي.

كه څه هم نوموړي د عملياتو د پېلېدو دقيقه نېټه او په دې عملياتو كې د ځواكونو د شمېر په اړه ډېر معلومات ورنه كړل، خو ويي ويل چې په كندهار كې په عملياتو كې د ايتلافي ځواكونو تر څنګ ډېر شمېر پوليس او د ملي اردو ځواكونه به هم ګډون وكړي:

"يو مهم ټكى دا دى، چې موږ په كندهار ولايت كې د يوې سيمې د نيولو په هدف عمليات نه كوو، بلكې هدف مو د عملياتو له پيلولو څخه په دغه ولايت كې د امنيت ټينګښت دى.

ټوله هڅه مو دا ده، چې د كندهار ولايت د اوسيدونكو لپاره با امنه چاپېريال رامنځته كړو."

د جنرال كريسټال په وينا دوى په كندهار كې له سيمه ايزو مشرانو سره هم په دې اړه په سلا مشورو بوخت او غواړي دا عمليات د دوى له خوښې سره سم ترسره كړي.

جنرال مك كرېسټال دا رد كړه، چې د كندهار ولايت اوسيدونكو له ولسمشر كرزي سره په ليدنه كې په دغه ولايت كې د عملياتو له پېلېدو سره مخالفت كړى.

نوموړي زياته كړه، چې په دې ليدنه كې دى هم وه، هغه څه چې د كندهار ولايت اوسيدونكو مطرح كړل، امنيتي او د حكومت دارۍ ستونزې وې او ولسمشر كرزي ته يي وويل، چې تر هغې چې په دې برخه كې ښه والى نه دى راغلى، عمليات دې پيل نه شي.

په افغانستان كې د نړېوالو ځواكونو عمومي قوماندان، د خبرو په لړ كې ومنله، چې په راتلونكو مياشتو كې به ډېر بدلون راشي، خو زياته يي كړه چې په كليو كې د دولت مخالفين د كليو خلك دي او نړېوال تروريستان چې له يوه هېواد څخه بل هېواد ته ځي د تروريستي فعالتونو لپاره افغانستان ته هم راځي.

نوموړي په سرحدونو كې د نړېوالو تروريستانو د مخنيوي لپاره د لازمو تدابيرو په نيولو ټينګار وكړ:


"موږ دواړو خواوو ته د امنيت د ساتلو لپاره له ګاونډېو هېوادونو سره د اړيكو ساتلو ته اړتيا لرو.

زه فكر كوم، دا به ډېره مهمه وي چې ګاونډي هېوادونه چې ګډه پوله لري،له دې پلوه ډاډ وركړي، چې ترهګرو ته د هېواد پر ضد د فعاليتونو اجازه نه وركوي.

موږ وينو، چې په دې اړه له څو پلوه انتقادونه شته، خو مهم دا دى چې ټول ګاونډي هېوادونه په دې پوه شي چې د ترهګرو د فعاليتونو مخنيوى له هر پلوه د دې هېوادونو په ګټه دى."

كه له يوې خوا افغان او نړېوال ځواكونه په كندهار كې د عملياتو د پيلولو په درشل كې دي، له بل لوري د دولت وسلوالو مخالفينو په دې وروستيو كې په كندهار كې خپلو بريدونه زيات كړي، چې د امنيتي وضيعت په اړه يي اندېښنې راولاړې كړي دي.

ملګرو ملتونو هم په كندهار ولايت د امنيتي وضيعت د خرابېدو له امله خپل بهرني كاركوونكي له دغه ولايت څخه بهر كړي او سيمه ايزو كاركوونكو ته هم د نامعلومې مودې لپاره د كار د درلو امر كړې دى.

خو افغان دولت بيا ويلي دي ، چې په نږدې راتلونكې كې به په كندهار ولايت كې پراخ امنيتي پلان پيلوي، چې تر يوه حده به په دغه ولايت كې د تاوتريخوالي كچه راټيټه كړي.
XS
SM
MD
LG