خو د دغو تشريفاتي مراسمو له امله دوى له ډيرو ستونزو سره مخامخ شول.
د ثور يا غويي د مياشتې اتمه نېټه د پخواني شوروي اتحاد په دولت پلوه رژيم د مجاهدينو د برياليتوب ورځ ده، چې هركال په كابل او د افغانستان په ځينو ولايتونوكې په ځانګړو تشريفاتي مراسمو كې لمانځل كيږي.
خو په دې ورځ هركال خلك په خاص ډول د كابل ښار اوسيدونكي شكايت كوي، چې د لارو د بندېدو له امله دوى له ډيرو ستونزو سره مخامخ كيږي او ان روغتون ته د خپلو ناروغانو په رسولو كې هم ډيرې ستونزې ګالي.
خو د كابل د امنېې قومندانۍ مرستيال جنرال خليل الله دستيارازادۍ راډيو ته وويل، چې د نورو كلونو په مقايسه سږ كال دوى خلكو ته په دې ورځ ځينې اسانتياوې برابرې كړي خو بيا هم د جشن د ګډونوالو د امنيت د ټينګښت لپاره دوى ځينې تدابير نيولي دي.
سږ كال كه څه هم دا جشن د كابل په غازي سټډيوم كې د ولسمشر كرزي په نه موجوديت كې په لنډو تشريفاتي مراسمو كې ولمانځل شو خوله سياه سنګه نيولې بيا ترلاورې دروازې،لومړى مكروريان،چوك او مرادخانۍ پورې د جشن سيمې ته ټولې غزيدلې لارې بندې شوي او د جشن سيمه د امنيتي ځواكونو له خوا په ټينګه څارل كيږي.
دغه راز د كابل ښار په نورو سيمو كې هم د نورو ورځو په خلاف د خلكو تګ راتګ كم دى او نقليه وسايط هم په ښاركې ډيركم ليدل كيدل، په كابل ښاركې ډير دكانونه او سوداګريز ماركيټونه هم تړلي دي او د ملي امنيت كاركوونكي، پوليس او د ملي اردو عسكر په څلورلارو او واټونو كې تر نورو ورځو ډير ليدل كيږي.

د ملي امنيت كاركوونكي، پوليس او د ملي اردو عسكر په څلورلارو او واټونو كې تر نورو ورځو ډير ليدل كيږي.