د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۵

د كندهار دوه پرله پسې چاودنوزيات خلك وژلي


چاودنې هوایي ډګر ته نژدې شوې دي خو د ناټو په وینا بهرنیو ځواکونو ته یې د سر زیان نه دی اړولی.
چاودنې هوایي ډګر ته نژدې شوې دي خو د ناټو په وینا بهرنیو ځواکونو ته یې د سر زیان نه دی اړولی.

پرون ناوخته وروسته تر دې چې د کندهار چارواکو د ملګرو ملتو دا پریکړه وغندله، چې له دې ښاره خپل بهرني کارکوونکي د بې امنیو لپاره باسي، په دغه ښار کې چاودنې وشوې. څو ساعته وروسته تر دې چې ملګرو ملتو په کندهار کې د خپلو دفترونو د تړلو خبره وکړه او اکثر بهرني کارکونکي یې له دې ښاره وایستل، د ښار په څنډه کې چاودنو لږ تر لږه څلور تنه وژلي او دیرش نور یې ټپیان کړې دي.

د کندهار د والي ویاند زلمي ایوبي وویل، څو چاودنې شوې دي چې یوه یې ځان وژونکې ښکارې.

رویټرز خبرې اژانس په کندهار کې د افغان پوځ د یوه جګ پوړي شیر محمد ځاځي په وینا څرګندوي چې په ټپیانو کې لس تنه ساتونکي دي.

چاودنې هوایي ډګر ته نژدې شوې دي خو د ناټو په وینا بهرنیو ځواکونو ته یې د سر زیان نه دی اړولی. اسوشیټډ اژانس ته د طالبانو ویاند قاري یوسف ویلي دي چې دوی په دې چاودنو کې پنځلس تنه وژلي دي او تر شپیتو ډیر زخمیان کړې دي.

د ملګرو ملتو ویاندې سوزان مانویل پرون وویل، چې د ملګرو ملتو ټولو افغان کارکوونکو ته امر شوی دی چې په کورونو کې دې وي او تر دې اعلان ورځ مخکې په کندهار کې د ملګرو ملتو بهرني کارکوونکي کابل ته واستول شول.
په كندهار كې وروسته له چاودنې خلك د سيمې ننداره كوي


د ملګرو ملتو د پریکړې په اړه د کندهار د ولایتي شورا مشر احمد ولي کرزي پرون خواشیني وښوده او دا پریکړه یې وغندله:

"د ملګرو ملتو دا کار واقعا بې ځایه دی. وضع داسې نه ده چې ملګري ملتونه له دې ښاره وځي او تښتي. موږ دا پریکړه په تمامه مانا غندو. دا پریکړه پر انکشافي کارونو تاثیر کوي."

په کندهار کې د ملګرو ملتو د وتلو پریکړې او ورسره د امریکایي ځواکونو له لورې د پراخو پوځي عملیاتو اعلان چې په څو اونیوکې به ښایي پیل شي د کندهار استوګن اندېښمن کړي دي.
XS
SM
MD
LG