د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۱

په جلال اباد كې د غازي امان الله خان د پنځوسم تلين غونډه


د امان الله خان كورنۍ په جلال اباد كې
د امان الله خان كورنۍ په جلال اباد كې

د افغانستان د يوه مخکيني پاچا اعليحضرت امان الله خان غازي د پنځوسم تلين په وياړ د سې شنبې په ورځ په جلال اباد کې د سيمه ايزو مشرانو او د مرحوم شا امان الله د کورنۍ له خوا ياد غونډه جوړه شوه په غونډه کې وينا والو وغوښتل چې د شاه امان الله په څېر د افغانستان د ملي وياړونو ياد دې تل تازه وساتل شي.

د غازي امان الله خان وراره سردار عبدالعلي سراج وويل، نن ورځ دى ډېر خوښ دى چې څو لسيزې وروسته يې د کورنۍ زياتره غړي په جلال اباد کې سره يو ځاى شوي.

ده وويل: هغه دزړه له تله احساسات چې له نننۍ راټولېدنې نه راته پيداشول په خوله يې نه شم بيانولى ځکه چې تر ٩٠ کالو وروسته زموږ کورنۍ په جلال ابادکې رايو ځاى شوې او دا بيا په داسې ورځ چې د غازي امان الله خان د وفات پنځوسم تلين دى هغه احساسات چې دعامو خلکو له خوا يې داعليحضرت امان الله خان د خدمتونو له امله ګورم، بيانولى او ليکلى يې نه شم، نن زموږ د کورنۍ اکثره غړي حاضر دي.


زما د تره زوى سردار محبوب الله سراج، شاهزادګۍ ناجيه جان او شاهزادګۍ انديه جان، بي بي حميراجان دامان الله شاه غازي لسمۍ، وحيدجان اعتمادي، د غازي امان الله خور يى او نور غړي لسيزې وروسته د خپل مشر په مزار حاضرېږي.

د امان الله خان د کورنۍ مشر د سردار حيات الله خان زوى سردار محبوب الله وويل، مخکيني تېرشوي شخصيتونه، ستاسې خلک او ستاسې د عوامو جز و، هغه امان الله شاه مجاهد و، سرداد محبوب الله د افغانستان په سياست کې د ګډون په اړه وويل:

د امان الله خان کورنۍ ارزو لري چې په افغانستان کې دې وي، د خپل ملت سره يوځاى دې وي او له خپلو خلکوسره، خو شرايط لاهم مساعد نه دي او دوى افغانستان نه شي هېرولى.

بيا د غازي امان الله خان لور انديې وويل: فکر کوم چې دا ځاى (جلال اباد) تر هرځاى ښه دى ځکه چې زما مورو پلار په کې ښخ دي.

دوى ټول عمر موږ ته همدا ويل چې په ياد ولرئ دپاچا او لاد بايد له خپل ولس سره مرسته وکړي لکه چې نوکر دخپل بادار خدمت کوي.

دا مهال د ننګرهار سيمه ايزو مشرانو د غازي امان الله شاه کارنامې او شخصيت په احساساتي ويناو وستايه او د امير شهيد جومات خطيب يې په ياد کې وويل:

امان الله خان دې خداى وبخښي او افغانستان دې خداى اباد کي، غازي امان الله د١٢٩٧ لمريز کال په پاى کې دخپل پلار امير حبيب الله خان تر مړينې وروسته دافغانستان پاچا شو او په ١٣٠٧ م لريز کال داړو دوړ په وخت ايټاليا ته مساپر شو، ده په ١٢٩٨ لمريز کال له انګريزانو نه سياسي خپلواکي وګټله او افغانستان يې دخپلواک هېواد په توګه اعلان کړ.
XS
SM
MD
LG