د دغه وزارت وياند زمري بشري د سې شنبې په ورځ ناوخته په كابل كې په يوه خبري غونډه كې د ملګرو ملتونو د راپور په اړه په خپل غبرګون كې وويل، چې دوى داسې هيڅ شواهد په لاس كې نه لري، چې د دوى ادعا سمه ثابته كړي:
"ملګري ملتونه د خپل شواهد د كورنيو چارو له وزارت سره شريكې كړي چې تر څو افغان دولت وكولاى چې ددې مسلې حل پيداكړو."
ښاغلي بشري وويل، چې د كورنيو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د كاركوونكو د امنيت لپاره ژمن دى او په دې برخه كې له هيڅ راز هلو ځلو ډډه نه كوي.
د ملګرو ملتونو له خوا د دې حملې په اړه دا تحقيقات د دغه سازمان د پوليسو د يو پخواني افسر، چې د استرليا وګړې دې ترسره شوي او رپورټ يى د دغه سازمان عمومي منشي ته سپارل شوې، چې د نړېوالو اژانسو په وينا په كې كومه خاصه نتيجه ګيري نه ده شوې او يوازې شك څرګند شوې.
خو د كورنيو چارو وزارت وايي، چې له يو پول سره د دوى ګډو تحقيقاتو دا ښودلې، چې وسلوال چې د پوليسو له يونيفورم نه يې ګټه پورته كړې وه، د ملګرو ملتونو د كاركوونكو د وژلو لپاره مسؤل وو.
ښاغلي بشري په دې اړه د شتو شكونو د لرې كولو لپاره وړانديز وكړ، چې په افغانستان كې ميشت نړېواله سوله ساتي ځواكونه دې د درېم اړخ په توګه ازاده تحقيقات وكړي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بيا د دغه رپورټ له ترلاسه كولو وروسته ويلي، چې د تېركال په اكتوبر كې د دې حملې اساسي علت د افغان، بهرنيو ځواكونو او ملګرو ملتونو ترمنځ د همغږۍ نشتوالې وو.
بان كي مون د دغه سازمان له امنيتي مسؤل نه دا غوښتنه هم كړې، چې يو پلاوې دې افغانستان ته واستوي او په دې اړه دې ورسره خبرې وكړي.
د ملګرو ملتونو له خوا دا راپور په داسې حال كې خپور شوې، چې دغه سازمان د امنيتي ملحوظاتو له كبله خپل بهرني كاركوونكي ويستلي او سيمه ايزو كاركوونكو ته په خپلو كورونو كې د پاتې كېدو لارښوونه كړې.