د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۴

مشرانو جرګې د غويي د مياشتې اوومه نېټه وغندله


د مشرانو جرګې مشر حضرت صبغت الله مجددي وويل،د غويي د مياشتې اوومه نېټه بايد وغندل شي
د مشرانو جرګې مشر حضرت صبغت الله مجددي وويل،د غويي د مياشتې اوومه نېټه بايد وغندل شي

د افغانستان مشرانو جرګه وايي، پكار ده ټولو هغو كسانو ته سزا وركړل شي چې د ۱۳۵۷ هجري لمريز كال د كمونست پلوه ګوندونو په كودتاه او له هغې وروسته په كورنيو جګړو كې د بې ګناه افغانانو په وژنو كې لاس لري .

مشرانو جرګې د خپلې سې شنبې د ورځې په عمومي غونډه كې د غويي د مياشتې د اوومې نېټې په افغانستان كې د كمونست پلوه ګوندونو د كودتاه د ورځې د غندلو په ترڅ كې په دغه خبره ټينګار وكړ.

د مشرانو جرګې مشر حضرت صبغت الله مجددي وويل، چې اوس د دې وخت را رسيدلې چې دغو كسانو ته سزا وركړل شي:

"د غويي د مياشتې اوومه نېټه بايد وغندل شي، دا د افغان ملت لپاره د بدبختۍ ورځ وه،كمونستان نن هم مهمې كرسۍ لري، له كرزي صيب سره مو په دې اړه څو ځلي شور كړى چې دغه كسان بايد له خپلو كرسيو ګوښه كړي، مجرمينو ته سزا نه وركول كيږي، زموږ رهبرانو د واك لپاره څومره كسان ووژل، له دوى نه به څوك پوښتنه وكړي، نن هغه ورځ را رسيدلې ده، چې دغه كسان محاكمه شي."

ښاغلي مجددي دغه شان په هغو جهادي رهبران انتقاد وكړ، كوم چې نن يې خپلې سياسي هڅې له پخوانيوكمونست پلوه مشرانو سره شريكې كړې دي.

سناتورانو هم دغه ورځ د افغانستان په تاريخ كې تر ټولو توره او ككړه ورځ وگڼله او
له افغان حكومت څخه يې وغوښتل، چې پخواني كمونست پلوه مشران له دولتي كرسيو ګوښه كړي.

سناتورانو دغه شان له افغان حكومت څخه وغوښتل، چې د غويي د مياشتې اتمه نېټه د مجاهدينو د بري ورځ دې په پټه توګه نه بلكه د پراخو مراسمو په ترڅ كې په شاندار ډول ولمانځي.

مشرانو جرګه په داسې حال كې د افغانستان په جګړو كې د ښكيلو كسانو د محاكمې غوښتنه كوي، چې ملي شورا په خپله يو داسې قانون تصويب كړى چې له مخې يې د ۲۰۰۱ زيږديز كال د مخه په جګړو كې ښكيلو كسانو ته بخښنه اعلان شوې ده.

د غويي د مياشتې اوومه نېټه په افغانستان كې د كمونست پلوه ګوندونو د كودتاه د ورځې سره برابره ده ، دغه ورځ هر كال د افغانانو د بېلابېلو كړېو له خوا د غونډو په ترڅ كې غندل كيږي.

"اجمل تورمان"
XS
SM
MD
LG