د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۷

پر افغان پولیسو د م.م د یو شمیرمامورینود وژلو شک کېږي


مالکورا وویل، په هغه شپه د ملګرو ملتونو د کارکونکو امینتي مسول مکسویل ملکي جامو کې ووه او د دې لپاره چې حمله کونکي لرې وساتي ډزې يې کولې.
مالکورا وویل، په هغه شپه د ملګرو ملتونو د کارکونکو امینتي مسول مکسویل ملکي جامو کې ووه او د دې لپاره چې حمله کونکي لرې وساتي ډزې يې کولې.

د ملګرو ملتونو یوې لوړرتبه مسولې سوزانا مالکورا په کابل کې د تېراکتوبر په ۲۸ نېټه د دوی پر کار کونکیو د شوي برید د څېړنو جزییات څرګند کړل . نوموړې وویل، له څيړنو څرګنده شوې چې د ملګرو ملتونو څلور کارکونکي هغه مهال چې له میلمستون څخه يې د تیښتې هڅه کوله د افغان پولیسو له خوا په ډزو وژل شوي دي.

سوزانا مالکورا وویل، کله چې وسله والو په کابل کې د ملګرو ملتونو پر کارکونکو حمله وکړه نو د وارخطايې حالت وه او په داسې یوه وضیعت کې برید کونکو او افغان پولیسو دواړو یو شان یونیفارم یا جامې اغوستې وې.

رویټرز خبري اژانس د هغې په حواله وايي، داسې فکر کوي چې افغان پولیسو په خطا سره د ملګرو ملتونو کارکونکي ویشتي دي.

د ملګرو ملتونو دغې مسولې وړاندې وویل، داسې ښکاري چې افغان پولیسو د ملګرو ملتونو ددغو کارکونکو د امنیت امریکايې مسول لویس مکسویل هم برید کونکې بللې او هغه يې هم وژلې دي.

ملګرو ملتونو له افغان دولت څخه غوښتي، چې په دې اړه پراخ تحقیقات پیل کړي .

د رویټرز خبري اژانس په وینا په کابل کې د ملګرو ملتونو پر کارکونکو د تېر اکتوبر میاشتې د دغې حملې په اړه دا تحقیقات د ملګرو ملتونو د سازمان د پولیسو د پخواني استرالیايي افسر اندریو هوګیس په مشرۍ ترسره شوي دي.


په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر ا یوناما تر اوسه پورې په دې اړه څه تبصره نه ده کړه خو ویلي دي، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر ظاهر تنین دغه راپور کابل ته استولی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کې مون ویلي، دا تحقیقات په کابل کې د ملګرو ملتونو په امنیتي تدابیرو او د افغان دولت،ناټواو ملګرو ملتونو تر منځ په همغږي کې نیمګړتیا ښيې.

د ملګرو ملتونو یوه بل مسول رویټرز خبري اژانس ته ویلې دا راپور دا هم ښيې چې افغان پولیس له کافې روزنې او ډیسپلین څخه برخمن نه دي.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو سرمنشي د دغه سازمان له امنیتي مسول څخه غوښتي، چې یو پلاوى افغانستان ته واستوي څو دا مسله له افغان مقاماتو سره له نږدې وڅیړي.

د پېښې په اړه د جزئیاتو ورکولو په ترڅ کې سوزانا مالکورا وویل، په هغه شپه د ملګرو ملتونو د کارکونکو امینتي مسول مکسویل ملکي جامو کې ووه او د دې لپاره چې حمله کونکي لرې وساتي ډزې يې کولې.

د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس افغان پولیسو او برید کونکو یو شان یونیفارم په ځان کې ووه او مکسویل پر هغوي د برید کونکو شک وکړ او ډزې يې پرې وکړې.

د ملګرو ملتونو ځینو چارواکو، چې له دغو تحقیقاتو معلومات لري او نومونه يې نه دي ذکر شوي، ویلي چې مکسویل له ټپي کېدو وروسته بیا د افغان پولیسو له خوا له نږدې هم ویشتل شوی دی، خو ددغه سازمان د سوله ساتنې د ماموریت مشرې سوزانا مالکورا دا امکان رد کړی او ویلي دي چې لویس مکسویل له لرې نه په ډزو وژل شوی دی.
XS
SM
MD
LG