د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

وحید عمر وايي، چې ولسمشر کرزی هند ته سفر کوي


ټاكل شوې چې سبا دوشنبې افغان جمهور رييس له يو لوړ پوړي پلاوي سره هندوستان ته په يو رسمي سفر ولاړ شي او وروسته له دې به بوټان ته سفر وكړي. د جمهور رييس حامد كرزي وياند د يكشنبې په ورځ په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل،

چې افغان جمهوري رييس به له هندي چارواكو سره د ترهګري پر وړاندي مبارزه او ځينو نورو مسايلو خبري اتري وكړي.
افغان ولسمشر به نوي ډهلي ته په خپل دې سفر كې له هندي چاروكو سره د دوه اړخيزو اړيكو او په سيمه ايزو مسالو خبرې وكړي. تمه ده، چې ښاغلې كرزې د دوشنبې په ورځ نوي ډهلي ته روان شي.

د ولسمشر كرزي وياند وحيد عمر د يكشنبې په ورځ په وحید عمر وايي ولسمشر کرزی سبا هند ته
ځي
كابل كې يوې خبري غونډي ته وويل، افغان ولسمشر به په دې سفر كې د هند له صدراعظم او نورو جګپوړو چارواكو وګوري.

ښاغلي عمر وايي، په دې سفر كې به له ښاغلي كرزې سره يو لوړ رتبه افغاني پلاوي هم ملتيا وكړي.

"ټاکل شوې چې د افغانستان ولشمر له یوه هیات سره هندوستان ته سفر وکړي او د هندوستان له صدراعظم سره به د افغانستان او هندوستان د اړیکو په اړه، د تروریزم سره د مبارزې په اړه او ځیني نورو ذي علاقه موضوعاتو په اړه به خبرې وکړي."


افغان ولسمشر هند ته دا سفر په داسې حال كې كوي، چې د روان كال په لومړيو كې په كابل كې په يوه ځان وژونكې حمله كې يو شمير هنديان له منځه ولاړل.

د وركړل شويو معلوماتو له مخې ولسمشر کرزی به په نوي ډهلي كې له هندي چارواكو سره تر خبرو وروسته د جنوبي اسيا يو بل هېواد بوټان ته هم سفر وكړي.

ښاغلي عمر وويل، افغان ولسمشر به په بوټان كې د سارك يا د جنوبي اسيا د هيوادونو د همكاريو د سازمان په شپاړسمه كلنۍ غونډه كې ګډون وكړي.

ښاغلي عمر وويل، چې په دې غونډه كې به افغان ولسمشر په افغانستان كې د روانو اقتصادي ستونزو او په سيمه كې د اقتصادي پرمختګ د څرنګوالي په اړه غونډې ته يوه وينا هم وكړي.

"ولسمشر به له هندوستان څخه بوټان ته ولاړ شي او هلته به د سارک د مشرانو په ۱۶ مه غونډه کې ګډون وکړي او هلته به یوه وینا هم وکړي.

افغان ولسمشر به په افغانستان کې د اقتصاد د پرختګ، چلنجونو په اړه او د سیمې د اقتصاد د پرمختګ په اړه به هم یوه وینا ولري."

د سارك غونډه، چې په كال كې يوځل جوړيږي د سويلي اسيا هيوادونه يې غړيتوب لري، چې افغانستان هم په دې وروستيو كې د دې سازمان غړيتوب ترلاسه كړی دی.

ښاغلی كرزی په دوېيم ځل د افغان ولسمشر په توګه له انتخاب وروسته دا لومړې ځلې دی، چې نوي ډهلي ته سفر كوي او د سارك د غړو هيوادونو په كلنۍ غونډه كې ګډون كوي.
XS
SM
MD
LG