د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۸

افغانې سرې مياشتي په سمنګان كې له زلزله ځپلو سره مرستې وكړې


د افغانستان د سرې مياشتي وياند وليد اكبر سروري
د افغانستان د سرې مياشتي وياند وليد اكبر سروري

د افغانستان د سرې مياشتې ټولنه وايې، چې په سمنګان ولايت كې يې له هغو خلكو سره چې په وروستۍ زلزلې كې ورته د سر او مال زيانونه رسيدلي دي، روغتيايي او غير خوراكي مرستې كړي دي.

د افغانستان د سرې مياشتي وياند وليد اكبر سروري وايې، چي مخكې يې د سمنګان ولايت ۲۱۱ كورنيو ته مرستې لېږي او شنبې په ورځ يې ۴۰۰ نورو كورنيو ته هم مرستې لېږلي دي:

”ډېري ستونزې د سمنګان ولايت په دره صوف او دره اب ولسواليو كې رامنځته شوې، د هغو ۲۱۱ كورنيو سره چې كورونه يې په پوره توګه وران شوي وو، خيمې، ترپال، كمپلې او لوښي وركړي دي او پرون مو له كابل څخه د هوا له لري۴۰۰ كورنيو ته غير خوراكي مرستې كړي دي.“

د راپورونو له مخې د هېواد په شمالي ولايت سمنګان كې وروستۍ زلزلې له امله ۷تنه مړه شوي او تر۵۰ زيات ټپي شوي دي، خو د افغاني سرې مياشتي ټولنه واي، چې په دغه زلزله كې يوازې يو تنه مړ شوى او ۴۳ تنه ژوبل شوي دي.
سره مياشت له زلزله ځپلو سره مرستې وكړې


ښاغلي سروري وويل، چې په ځينو سميو كې د مرستو ويشلو پر وخت له ستونزو سره مخ كېږي، نوموړى وايې، چې ځيني ولسوالان او قومي مشران د دوى د كار خنډ ګرځي او بايد، چې افغان چارواكي يې د دغې ستونزې په حل كې ورسره مرستې وكړي:

”ځيني قومي مشران وايې، چې د مرستو كومې شمېرې چې موږ دركړي بايد تاسو په هغه اندازه مرستې وكړئ، خو كومه سروې چې موږ كړې د هغوى له شمېرو سره ډېر توپير لري.

له بده مرغه ځيني ولسوالان د سرې مياشتې په كارونو كې لاس وهنه كوي او كومې شمېرې چې دوى راته وايې بايد هغه موږ ومنو، چې دا زموږ د اصولو خلاف كار دى.“

د افغانستان د سرې مياشتې ټولنه وايې، په ټول هيواد كې ۴۱ زره رضاكار كاركوونكي لري، چې له مصيبت ځپلو خلكو سره د نورو مرستو تر څنګ روغتيايي مرسته هم كوي.

خو عام خلك وايي لكه څنګه چې ښايي د سرې مياشتي مرستې هم هغسې نه دي. د افغانې سرې مياشتې چارواكي وايي، چې د دوى بوديجه لږ ده او له مصيبت ځپلو خلكو ټولې اړتياوې نه شي پوره كولاى.


معصوم ميوند- كابل
XS
SM
MD
LG