د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۷

افغان دولت د ثور اتمه لمانځي


كرزى په جشن كې
كرزى په جشن كې

سږ كال به په افغانستان كې د ثور د اتمې يا د مجاهدينو د بري د ورځې جشن په ځانګړو مراسمو ولمانځل شي، خو هڅه به وشي چې لارې او سړكونه دعامو خلكو پرمخ ونه تړل شي اود خلكو ورځنيو كارونو ته په كې زيان ونه رسيږي.

د دفاع د وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي، چې د جشن د تيارېو د يوه كميسيون مشري ور په غاړه ده ازادۍ راډيو ته يې وويل، چې د جشن د ښه او شانداره لمانځلو لپاره درې كميسيونونه ګمارل شوي او د كابل په درې برخو كې به د يو لړ پوځي او تفريحي پروګرامونو په ترسره كولو سره، ولمانځل شي.

دى وايې:

"سږ كال به د ثور اتمه ولمانځل شي، هڅه موكړې چې تر يوه حده يې له پوځي حالت څخه وباسو او خلكو ته په كې د تفريح زمينه برابره كړو او پوځي مراسم به په ځانګړو ځايونو كې ترسره شي."

د دفاع وزارت وايې، جشن ته يې په زرګونو پوځيان ګمارلي دي، چې د ښار په ټولو سيمو كې د خلكو او د مراسمو امنيت وساتي، خو د كابل ځيني ښاريان وايې نه ښايې چې د هېواد په اوسنېو كمزورو اقتصادي حالاتو كې په جشن لګښتونه وشي.

د كابل ښار يو تن اوسيدونكي وايې:

"اوس مهال د هېواد په زرګونو زلميان وزګار ګرځي، فابريكې او كارخانې نشته، په دى جشن ډيرې پيسې لګيږي، كه دا لګښتونه د غريبو خلكو د ښيګڼې لپاره وشي، ښه به وي دا جشن خلكو ته هيڅ ګټه نه رسوي."

د افغانستان دولت تېر كال د ثور د اتمې ورځې جشن ونه لمانځي، ځكه چې دوه كاله مخكې په همدې ورځ د مخالفينو له خوا پر مراسمو ډزې وشوې، مراسم ګډوډ او مرګ ژوبله په كې پېښه شوه.

د افغانستان د المپيك كمېټه وايې، چې دوى په دې ورځ يو لړ ورزشي پروګرامونه تنظيم كړي دي.
XS
SM
MD
LG