د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۲

ولسي جرګې د ۱۳۸۹كال بوديجه تصويب كړه


ولسي جرګه
ولسي جرګه

ولسي جرګې د افغانستان د يوزرو درې سوه نهه اتيايم لمريزكال بوديجه د كابو دوه مياشتو تودو بحثونو وروسته، د شنبې په ورځ د راېو په اكثريت تصويب كړه.

له دې مخكې د جرګې غړو ويل، چې په بوديجه كې د ولايتونو ترمنځ د پرمختيايې پروژو انډول په پام كې نه دى نيول شوى، چې څو ځلي يې د ماليې د وزارت له مسئولينوسره پرموضوع بحثونه ترسره كړي او بوديجه يې رد كړې وه.

د ولسي جرګې ريئس محمديونس قانوني د غونډې په پاى كې وويل، دا ځل د ماليې وزارت د جرګې د غړونيوكۍ، غوښتنې او سيمه ايزې ستونزې په پام كې نيولي او په بوديجه كې يې يو لړ بدلونونه راوستي دي.

ده وويل:

"پخوا په بوديجه باندې په شلو مواردو انتقادونه شوي و، خو د ماليې وزارت شپاړلسو مواردوته مثبت ځواب ويلى دى، همدا رنګه يو لړ نور رغنده بدلونونه په كې هم ليدل كيږي."

له دې مخكې د ولسي جرګې غړو، نه يوازې دا چې د ولايتونو ترمنځ يې پراختيايې پروژې متوازنې نه گڼلې بلكې د مامورينو، پوځيانو، معلولينو او د شهيدانو د كورنيو د تنخواګانو د زياتوالي خبرې يې هم كولې.

سره له دې، چې د هېواد د روان كال بوديجه تصويب شوه، خو د جرګې ځيني غړي اوس هم ورسره موافق نه و . او ويل يې چې له يوې خوا د ولسي جرګې د نوېو كانديدانو د نوم ليكنې لړۍ روانه ده او له بلې خوا د بوديجې ځنډول په دولتي چارو او پراخيتايې پروژو نا وړه اثرغورځوي، نوښه به دا وي چې نور بحثونه پرې ونه شي.

د جرګې غړي سلطان محمد اورنګ وويل:

"اوس هم بوديجه د منلو وړنه ده، موږ هركال بوديجه تصويبوو خو د خلكو اقتصادي ستونزې، بې كاري، بې كوري او مهاجرتونه يې ورك نه كړل."

په روان كال كې عادي بوديجه يوسلوشپاړلس او انكشافي بوديجه څه باندې نهه نوي ميليارډه افغانۍ په پام كې نيول شوې ده.

د جرګې ځينو دا هم ويل، چې په تېركال كې ډيرو وزارتونو ونه شول كړاى چې د دوى بوديجه په پلان شوېو پروژو ولګوي.

خوهغه وزارتونه، چې بوديجه يې په ټاكلي وخت نه ده لګولى، علت يې په يو شمېرسيمو كې نا امني په ګوته كوي.
XS
SM
MD
LG