د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۹

زلمی رسول: نړېوال ځواکونه دې په تدریجي ډول افغانستان څخه ووځي


زلمی رسول وايي، د افغانستان دولت او خلک غواړي، چې د افغانستان امنیت باید په خپله د افغانانو له خوا ونیول شي.
زلمی رسول وايي، د افغانستان دولت او خلک غواړي، چې د افغانستان امنیت باید په خپله د افغانانو له خوا ونیول شي.

د ایستونیا په مرکز تالین کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران افغان ځواکونه ته د امنیتي چارو د مسولیتونو د سپارلو په لارو چارو سلا شول او دې نتیجې ته ورسیدل، چې د افغان ځواکونو روزني او تجهیز ته به زیات پام اړوي او د روزنې عملیې ته به سرعت ورکوي. دې غونډې ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول هم ورغلی و. د ازادي راډیو خبریالې فرشته جلالزۍ افغان ځواکونو ته د مسولیت سپارلو او نورو مسلو په اړه له ښاغلي زلمي رسول سره مرکه کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ازادی راډیو ته وویل، د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډې کې له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو مساله په مسقیم ډول مطرح نه وه او دا خبرې د لندن د کنفرانس په دوام کې داسې مطرح شوې چې بهرني ځواکونه به په تدریجي ډول افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو مسولیتونه سپاري، افغانان به په خپله د خپل هېواد او خلکو د امنیت ساتلو جوګه کیږي او باید هم افغانان په خپله خپل امنیت وساتي.

کله چې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي زلمي رسول څخه پوښتنه وشوه، چې افغان ځواکونه او په مجموع کې د افغانستان دولت به دا ظرفیت او توان ولري، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې امنیت وساتي؟ ده وویل:

"د افغانستان دولت او خلک غواړي، چې د افغانستان امنیت باید په خپله د افغانانو له خوا ونیول شي. دا عادی کار دی. بهرني ځواکونه به تر قیامته په افغانستان کې دېره نه وي او باید پاته هم نشي.

مقصد مو دا دی، چي ورو ورو افغان ځواکونه وروزل شي، غښتلي او تجهیز شي او خپلې چارې په خپله پر مخ بوزي. البته بهرنیان که شمیر یې هم کمیږي افغان ځواکونو ته به یوازې لوژستیکي او تربیوي مرستې برابروي، خو افغانان باید چې د جبهې په لومړۍ کرښې کې وي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول د ازادي راډیو د خبریالې د دې پوښتنې په ځواب کې، چې افغانستان له پاکستان سره اوږده پوله لري او داسې انګیرله کیږي، چې د بنسټ پالنې، افراطیت او تروریزم ځالې په پاکستان کې دي، نو افغان ځواکونه به وکړای شي، چې له سرحداتو او خپل ځمکني تمامیت څخه دفاع او ساتنه وکړي؟ ښاغلي رسول وویل:

"افغانستان باید لومړی خپل امنیت وساتي او په دوهم قدم کې له پاکستان سره یو لړ خبرې پيل شوي او زیار باسو هغوی ته قناعت ورکړو ترڅو دې موافقي ته ورسیږو، چې د تروریزم په ضد جګړه یوازې په افغانستان کې نه بلکې په پاکستان کې هم ده.

موږ باید د همکارۍ داسې یوه فضا ایجاد کړو، چې وکړای شو په ګډه په سېمه کې تروریزم او افراطیت له منځه یوسو."

د ازادي راډیو خبریالې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر څخه وپوښتل، داسې راپورونه خپاره شوي، چې د ایران دولت غواړي هغه شمېر بندیان چې اعدام ته یې برابر کړي، افغانستان ته وسپاري؟

ایا د افغانستان دولت له ایران څخه دا او یا کوم بل ډاډ تر لاسه کړی؟ ښاغلي زلمی رسول په ځواب ګي وویل:

"موږ له ایران سره ډېر له نږدي په خبرو کې یو . زموږ یو هیات ایران ته تللی و او اوس بېرته راستون شوی.

موږ هڅه کوو د ټولو افغانانو له حقوقو څخه دفاع وکړو دا که بندیان دي او یا که د مهاجرو په توګه په ایران کې ژوند کوي، په دې اړه زموږ هلې ځلې دوام لري."
XS
SM
MD
LG