د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۲ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۰۷:۰۳

جمعه د اپرېل 22 مه


ګارډین:

بریتانوی ګارډین ورځپاڼې په خپله وروستی ګڼه کې په هلمند کې د امریکایي سرتیرو د شمېر د زیاتیدو په اړه یوه تبصره خپره کړې، چې په یوه برخه کې یې لیکي، دې ولایت ته د زرګونو نویو امریکایي سرتیرو په ورتګ سره د هغو بریتانوي سرتیرو سرنوشت به څه کیږي، چې په دې ولایت کې ځای پرځای دي.

د ورځپاڼې په وینا نهه نیم زره بریتانوي سرتیري، چې په دې ولایت کې دېره دي په تیرو اتو کلونو کې په دې توانیدلي، چې له خلکو سره نږدې اړیکې ټینګې کړي او له سیمې سره بلد شي او اوس که دا ځواکونه بل ځای ته لیږدول کیږي ډېر وخت ته اړتیالري، چې له یوې خوا له نوې سیمې او له اوسیدونکو سره یې بلد شي او له بلې خوا به هم په بریتانیا کې دننه له دغه بې ځایه کیدو یا هغوی ته د بلې دندې د ورسپارلو چندان هرکلی ونشي، ځکه له نوې سیمې سره نابلدي د دې سبب کیدای شي، چې د ځواکونو تلفات زیات شي.

د ګارډین په وینا بریتانوي ځواکونو ته اوس دوه دندې په پام کې نیول شوي دي، یوه دا چې په کندهار کې په هغو سیمو کې د ځواکونو د نشتوالي خلا ډکه کړي، چې په کې به ډیر ژر پراخ عملیات پيل شي او بل به هم د افغانستان د پولیسو او ملی اردو د ځواکونو په روزلو کې رول لوبوي.

ورځپاڼې د ناټو د مقاماتو له قوله لیکلي، چې وایي، تراوسه د افغان امنیتی ځواکونو د روزنې موضوع د قواوو د پروګرام جز نه وو، خو اوس دا پروګرام د نړیوالو ځواکونو د فعالیتونو یوه اساسي برخه ګرځیدلې، چې بریتانوي سرتیري هم کولای شي په کې رغنده رول لوبوي.

نیشنل انتریست:

نیشنل انتریست خپرونې په وروستۍ ګڼه کې د څلورو بحرانونو ترسرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړې، چې په یوه برخه کې یې لیکي، د امریکا د ولسمشر بارک اوباما اداره په اسیا او منځني ختیځ کې له څلورو اساسي ستونزو سره مخامخ ده: په افغانستان کې جګړه او په افغانستان او پاکستان کې ناکرارۍ، په عراق کې د یوه باثباته حکومت جوړول، د ایران اټومي او تروریستي فعالیتونه او د عرب او اسرایلو لاینحله بحران.

خو د خپرونې په وینا په دغو بحرانونو کې باید لومړیتوب افغانستان ته ورکړل شي، ځکه په دې هېواد کې ناکامي به د پاکستان ثبات هم چې په سیمه کې د امریکا نږدې متحد دی، له جدي خطر سره مخامخ کړي.

نیشنل انتریست خپرونه لیکي که اسلام اباد وکولای شي له سوله ییزې لارې له هند سره یوې موافقې ته ورسیږي په هغه صورت کې به په افغانستان کې سیمه ییز رقابتونه کم شي او هم به دا فغانستان په اړه اندیښنې کمې شي.

د خپرونې په وینا په دې صورت کې باید د افغانستان ګاونډیان منجمله هند، پاکستان، چین، روسیه، ایران او ازبکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګیدو لپاره په ګډه کوښښ وکړي ځکه په افغانستان کې د سولې او ثبات ګټه به په مختلفو عواملو دغو ټولوهیوادونو ته ورسیږي.

د نیشنل انتریست خپرونې په وینا امریکا او ناټو په لنډ مهال کې په افغانستان کې یوجدي امنیتي هدف لري یعنې دالقاعده له منځه وړل او واک ته د طالبانود بیا رسیدو مخنیوی خو په اوږد مهال کې چې کله دوی دې هدف ته ورسیږي او نور افغانستان د دوی لپاره د اندیښنې منبع نه وی، دغه هیوادونه باید له افغانستانه ووځي.
XS
SM
MD
LG