د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۰۳:۴۶

د جرمني د دفاع وزير: د کندوز حمله بايد نه واى شوې


د جرمني د دفاع وزیر کارل تیودور زو ګوتنمبرګ

د جرمني د دفاع وزير کارل تيودور ګوتنبرګ پرون ومنله، چې تېر کال د جرمني ځواکونو په امر هوايي حمله، چې د ګڼو ملکيانو په ګډون ځينې کسان په کې ووژل شول، د ده يوه تېروتنه وه.

د جرمني خبري اژانس په دې اړه يو مطلب لري، چې دلته يې لنډيز لولئ:
د جرمني د دفاع وزير د پارلماني تحقيقاتو لپاره يو کليدي شاهد و، تېر کال پر دوو ټانکرونو، چې په کندوز کې طالبانو تښتولي وو، د جرمني ځواکونو د بمبارۍ په نتيجه کې ١٤٢کسان ووژل شول يا هم ټپيان شول.

ګوتنبرګ وويل، د دې بريد په اړه يې غلط قضاوت کړى و او هغه وخت يې دا يو مناسب پوځي اقدام ګڼلى و، نوموړي د خپل دې ناسم قضاوت مسووليت ومانه.

يوه مياشت وروسته د جرمني د دفاع وزير له خپل دې قضاوت معکوس نظر خپل کړ، خپل نژدې سلاکاران يې تورن کړل چې د دې بريد په اړه يې هماغه وخت، مهم اسناد او معلومات نه وو ورسره شريک کړي.

د تحقيقاتو په جريان کې ګونتبرګ وويل، ما تر خپله وسه هڅه کوله او غوښتنه مې دا وه، چې د خپلو معلوماتو تر بشپړولو او يقيني کولو وروسته پرېکړه وکړم.

ګوتنبرګ دا رد کړه چې ده ګواکې د جرمني لوى درستيز ولف ګانګ شنايدرهان او د دفاعي چارو مرستيال پيټر ويښرت چې دواړه له دندې ګوښه شوي، د نوموړي د اشتباه قرباني شوي.

د دې هوايي حملې په وخت کې فرانک يوزوف ينګ د جرمني د دفاع وزير و، کله چې د جرمني خلکو ته د دې حملې په اړه معلومات ورسېدل، پر نوموړي هم فشارونه راوستل شول، چې له خپلې دندې استعفى وکړي.

ګوتنبرګ وويل، دا ښکاره خبره ده، چې د کندوز دغه حمله بايد نه واى شوې.

د روانې اوونۍ په پيل کې د دې حملې له قوماندان ډګروال جورج کلېن، څخه هم تحقيقات وشول، په نتيجه کې نوموړى ملامت ونه ګڼل شو.

د جرمني د دفاع وزير ګوتنبرګ دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې تر دې مخکې د جرمني صدراعظمې انګېلا ميرکل هم پارلمان ته، په افغانستان کې د جرمني ځواکونو حضور ته پام سره وويل، چې په دې هېواد کې د ټروريزم هغه خطر اوس هم موجود دى، چې سيمې ته يې ګواښ متوجه کړې.

په دې وروستيو اوونيو کې د وسلوالو په دوو حملو کې د اوو جرمني عسکرو د وژل کېدو راپور ورکړل شو، په دې توګه له ٢٠٠١م کال راهيسې په افغانستان کې د وژل شويو جرمني عسکرو شمېر ٤٣ ته زيات شو.
XS
SM
MD
LG