د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

روسیه: ناټو په افغانستان کې د نشه يي موادو په مخنیوي کې پاتې راغلی


د روسيې يوه عالي رتبه امنيتي چارواکي پرون انتقاد وکړ، چې ناټو ځواکونه په منځنۍ اسيا او په خاص ډول په افغانستان کې د نشه يي موادو د قاچاق په مخنيوي کې پاتې راغلي.

په افغانستان کې چې د امريکا تر مشرۍ لاندې بهرني ځواکونه د وسلوالو طالبانو په وړاندې په جګړه بوخت دي، دغه هېواد د ترياکو او هيروئينو د توليد په لوى مرکز بدل شوى.

په افغانستان کې توليد شوي دغه مواد روسيې او نورو اروپايي او اسيايي هېوادونو ته قاچاقېږي.

د روسيې د سرحدي ځواکونو قوماندان ولاديمير پروني چييف په دې اړه د تاجکستان له امنيتي چارواکو سره په کتنه کې وويل، د نشه يي موادو قاچاق نه دى درول شوى او دا يوه لويه ستونزه ده.

نوموړي وويل، نه ده معلومه د ټروريزم په وړاندې پيل شوې جګړه څه هدف لري او په افغانستان کې چې هرڅه پېښېږي په اړه يې پوښتنې ولاړېږي، ځکه په دې هېواد کې د نشه يي موادو قاچاق د ودې په حال کې دى.

مسکو تر دې مخکې هم ورته انتقادونه کړي وو.
XS
SM
MD
LG