د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۲ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۱۰:۴۲

په كابل كې د پوهنې اوونۍ ونمانځل شوه


د پوهنې وزارت اداري مرستيال محمدصديق پتمن

د پوهنې اونى د نورو هېوادونو غوندې د پنجشنبې په ورځ په كابل كې ونمانځل شوه. د پوهنې اوونۍ په كابل كې د افغانستان د باكيفيته ښوونې او روزنې د ملاتړ د غورځنګ له خوا، د وري د مياشتې له دېرشمې نېټې څخه پيل شوې او د غويي د مياشتې تر پنځې نېټې پورې به دوام وكړي.

د افغانستان د پوهنې وزارت د دغې اوونۍ د لمانځلو لپاره د پنجشنبې په ورځ په اماني ليسه كې يوه غونډه جوړه كړې وه، چې په كې د پوهنې وزارت د يو شمېر چارواكو سر بېره د ملي شوراى غړو، د ايساف او يونسكو چارواكو او د ځينو ښوونځيو ښوونكو او زده كوونكو هم ګډون كړى وه.

د پوهنې وزارت اداري مرستيال محمدصديق پتمن غونډې ته په خپلو خبرو كې د پوهنې په وضيعت له دې امله اندېښنه څرګنده كړه، چې اوس مهال د پوهنې د كيفيت كچه ټيټه ده، چې د لوړولو لپاره يې د نړيوالې ټولنې مرستو ته اړتيا ده.

"په نورو د مسووليت اچول د حل لاره نه ده. موږ بايد دا ومنو چې افغانستان موږ په خپله ړنګ كړى او په خپله به يې په همدې كمو امكاناتو ودانوو.

موږ له نړېوالې ټولنې څخه غواړو چې له موږ سره دې مرسته كړي، تر هغې چې نړيواله ټولنه له موږ سره مرسته ونه كړي، افغانستان په يوازې توګه دغه ستونزه نشي هوارولى، ځكه چې بوديجوي سرچينه د افغانستان په واك كې نه ده."

سره له دې چې له افغانستان سره له تېرو څو كلونو راهيسې په ميليارډونو ډالره مرستې شوې دي، خو بيا هم د پوهنې وزارت د يوشمېر چارواكو په وينا لا ډېرې ستونزې په مخ كې پرتې دي.

د افغانستان د ولسي جرګې غړى رمضان بشردوست غونډې ته په وينا كې په افغان حكومت له نړېوالې ټولنې څخه د مرستې په غوښتنې انتقاد وكړ او ويويل، چې افغانان بايد په خپله د خپلو ستونزو حل ته ملا و تړي.

ښاغلى رمضان بشردوست وايي:

"په تېرو لسو كلونو كې په ۴۰ ميليارډ ډالرو تاسو افغانستان ودان ونشوى كړى اوس يې په يو ميليارد ډالرو باندې پوهنه جوړه وى. زموږ ښوونكى نن وږى دى.هغه د رخصتى د زنګ د كړنګېدو په تمه دى، چې څه وخت وهل كيږي چې كراچى واخلي او دوه منه كچالو خرڅ كړي، تر څو كورنى يي له لوږې مړه نشي.

دغه هېوادبه هله اباد شي، د دغه هېواد ولسمشر يې، وزير يې، وكيل يې، سناتور يې، والي يې او قوماندان يې د معلم په توګه ژوند ولري."

سره له دې چې په افغانستان كې اته ميليونه ماشومان په زده كړه بوخت دي، خو په هېواد كې د ناامنيو له امله له پنځو ميليونو څخه ډېر ماشومان له زده كړې بې برخې دي.

د پوهنې وزارت د چارواكو په وينا د هېواد په ۲۴۵ ولسواليو كې نجونې حتا ښونځي نه لري او له زده كړې بې برخې دي.

د كارپوهانو په وينا په افغانستان كې د زده كړې پر وړاندې لويې ستونزې نا امني او ناوړه دودنه دي، چې دولت ورته بايد زياته پاملرنه واړوي.
XS
SM
MD
LG