د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۶

پنجشنبې د اپرېل 21 مه


لاس انجلس ټایمز او انډیپنډنټ ورځپاڼو د کندهار د امنیتي ستونزو په اړه مطالب خپاره کړي دي، لکیلي یې دي چې په کندهار کې هېڅ دولتي مامور مصوون نه دی خو ستراتفور کامنتري ورځپاڼې د کوړنګل درې په اړه یو مطلب خپور کړی، چې امریکايي ځواکونه د دغه د کوړنګل درې پرېښودلو ته د بریالیتوب په سترګه ګوري.

لاس انجلس ټایمز:

لاس انجلس ټایمز امریکایۍ ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼه کې د کندهار د امنیتي ستونزو په اړه مقاله خپره کړې ده، د دې لیکنې په یوې برخې کې لیکي، کندهار ورځ په ورځ د رسمي چارواکو لپاره خطرناکه کیږي.

د ورځپاڼې په وینا څو ورځې مخکې دکندهار د شاروال دمرستیال وژل او د دولتي مامورانو پرضد پرله پسې د وژلو هڅې د دې څرګندویي کوي چې هیڅ دولتي کارکوونکی په کندهار کې مصون نه دی. د لاس انجلس ټایمز په باور طالبان په دې ډول غواړي چې د دولتي مامورانواو خلکو په منځ کې ویره او ترهه پیدا کړي.

ورځپاڼه د کندهار د والي د ویاند زلمي ایوبي په وینا لیکي، په روستیو کې حکومت د اداري سیستم د تقویه کیدو لپاره جدي هڅې پیل کړې دي، د همدې لپاره د دولت مخالفان غواړي چې ماموران ووژني او په دې ډول دغه هڅې له ستونزو سره مخامخ کړي.

انډیپینډنټ:

بریتانیایي ورځپاڼه انډیپینډنټ هم تاییدوي چې په کندهار کې بې امني په خلکو کې ویره پیدا کړې ده. د انډیپینډنټ په وینا د کندهار چارواکو او هلته بهرنیانو درې څلور کاله مخکې ازادانه د دغه ښار په لارو کوڅو کې تګ راتګ کاوه خو نن هلته لږ خارجیان لیدل کیږي او دولتي چارواکي هم ډیر نه ترسترګو کیږي.

د ورځپاڼې په باور په کندهار کې داسې حال دی چې حتی رسمي غونډې په هغو ځایونو کې جوړیږي چې سخت امنیت یې نیول شوی وي.
انډیپینډنټ بیا څرګندوي چې په کندهار کې ویره یوازې له طالبانو نه ده هلته د جنایتکارانو مافیایي ډله فعاله ده چې ګرد ترې په ویره کې دي.

د دغې غدۍ له لارې یو شمیر سوداګرو خپل رقیبان له منځه وړې دي او د کندهار د ښځو د چارو د ادارې مسووله، ستاره اڅکزۍ هم همدغې ډلې وژلې ده.

ورځپاڼه وړاندې د کندهار د یوه اوسیدونکي خبره رااخیستې ده چې وایي، د جنایتکارانو مافیایي ډله د څو ګوتو په شمیرو خلکو ده چې ښایي ټول یې وپیژني خو له ویرې پټه خوله دي.

ستراتفور کامنتري:

د ستراتفور کامنتري په نامه چاپي خپرونې بیا د افغانستان ختیځ ته مخه کړې ده، هلته یې د کونړ له کوړنګل درې د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه لیکنه خپره کړې ده. د امریکایانو دغه په شاتګ ته طالبان د ستر بریالیتوب په سترګه ګوري.

د خپرونې په وینا طالبان چې کله د امریکایي ځواکونو مرکز ته ننوتل الجزیرې تلویزیون ته یې بلنه ورکړه چې ورشي او د دوی له ستر بریالیتوبه نړۍ خبره کړي.

خو سټراټفور کامنټري پوښتنه کوي، د دې مرکز نیول به طالبان د خپل هدف په لور پر مخ بوځي؟ خپرونه بیا دا پوښتنه څیړي او لیکي، کوړنګل دره تقریبا شپږ کیلو متره اوږده ده، هغه سر ته یې پاکستاني ځواکونو په باجوړ کې عملیات پیل کړې دي او دې لور ته یې هم د طالبانو لپاره د وتو لاره نه شته.

خپرونه بیا لیکي، له کوړنګل څخه د امریکایي ځواکونو وتل د امریکایي او ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال سټینلي مککرسټل د ستراتیژۍ له مخې شوې دي چې غواړي امریکایي پوځیان له لرې پرتو سیمو هغو ځایونو ته راغونډ شي چې هلته ډیر خلک اوسي، څو په دې ډول ډیر افغانان د طالبانو له بریدونو وساتي.

د سټراټفور کامنټري په نظر له کوړنګل څخه د امریکایي ځواکونو وتل او د طالبانو له لورې د دغه ځای نیول امریکایي عسکرو ته زیان نه لري او طالبانو ته هم له تبیلغاتو پرته څه په لاس نه ورځي.
XS
SM
MD
LG