د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۸

د ټاکنو نوي رييس: په داخلي امورو کې چا ته د مداخلې حق نه ورکوو


فضل احمد معنوي د ټاکنو د خپلواک کمېسیون نوی رييس
فضل احمد معنوي د ټاکنو د خپلواک کمېسیون نوی رييس

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسون ریيس فضل احمد معنوي او دغه كمېسيون ته يو نوي ورپيژندل شوي غړي عبدالخالق حسيني پشه يي د پنجشنبې په ورځ په رسمي ډول خپل كار پيل كړ.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون نوي ټاكل شوي ریيس د خپل كار په لومړۍ ورځ وويل، هڅه كوي چې له انتخاباتو څخه د نړيوالې ټولنې ملاتړ تر لاسه كړي.

فضل احمد معنوي، چې د پنجشنبې په ورځ د مشر وزير هدايت امين ارسلا له خوا د انتخاباتو د خپلواك كميسيون كاركوونكو ته ورپيژندل شو، په جديت سره وويل، چې هيچا او هېڅ هيواد ته به اجازه ورنه كړي چې د افغانستان په انتخاباتو كې مداخله وكړي:

"تر كومه ځايه چې زموږ د هېواد قانون او مقرارات دا اجازه وركوي، ملي او نړيوالو همكارانو ته اړتيا لرو او هغوى ته به برخه وركړو خو دا اجازه چاته نه وركوو، چې زموږ په ملي مسايلو كې غير قانوني او اخلاقي مداخله وكړي، د قانون خلاف عمل نه غواړو چې پر موږ تحميل شي موږ په دمكراسي خپل ملي حاكميت نه زيانمنوو."

د انتخاباتو د خپلواك كميسيون نوي ټاكل شوي ريیس د رڼو او عادلانه انتخاباتو جوړول د خپلو كارونو لومړيتوبونه وگڼل.

ښاغلي معنوي د خلكو رایو ته لاس اوږدول يو لوى جنايت وګڼلو ژمنه يې وكړه چې د سږ كال په انتخاباتو كې به د خلكو له رائو څخه دفاع كوي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسیون ریيس فضل احمد معنوي او دغه كميسيون ته يو نوي ورپيژندل شوي غړي عبدالخالق حسيني پشه يي د پنجشنبې په ورځ د ولسمشر كرزي په وړاندې د لوړې د مراسمو تر پر ځاى كولو ورسته په رسمي ډول خپل كار پيل كړ.

د ولسمشر كرزي مشر وزير هدايت امين ارسلا د انتخاباتو د خپلواك كميسيون غړو ته د نوموړو د ورپيژندنې پر مهال د دغه كميسيون د اجرااتو په ښيګڼې ټينګار وكړ ويې ويل:

"د يو روڼ، عادل او د خلكو لپاره د قبول وړ كميسيون پرته موږ نه شو كولاى، چې هغه دموكراتيك نظام چې د افغانستان خلكو د ځان لپاره او د دولت دارۍ لپاره انتخاب كړى دى بنسټيز وګرځوو."

د افغانستان د انتخاباتو په خپلواك كميسيون كې بدلونونه تر هغې ورسته رامنځته كيږي، چې نړيوالې ټولنې د ۱۳۸۸ هجري لمريز كال د انتخاباتو د جوړولو په څرنګوالي شديد انتقادونه وكړل او د دغه كميسيون په جوړښت كې يې د بدلونونو غوښتنه يې وكړه.

افغان چارواكو هم دغه انتقادونه بې ځوابه پرې نښودل او ولسمشر كرزي د روانې ميلادي مياشتې په لومړيو كې بهرنيان د افغانستان په انتخاباتو كې په لاسوهنه او تخريب تورن وګڼل.

ټاكل شوې ده چې د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د روان كال د وږي د مياشتې په ۲۷ نيټه جوړ شي، دا چې دغه انتخابات به تر څه حده راڼه وي دې پوښتنې ته ځواب ويل وخت ته اړتيا لري.
XS
SM
MD
LG