د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۱۰:۳۷

کابل کې د " ځمكې" نړيواله ورځ ونمانځل شوه


کابل ښاروال محمد یونس نو اندېش وايي، چې د کابل ژوبڼ به پراخوي.

په دې مناسبت په جوړې شوې غونډه كې يوشمېر دولتي چارواكو، په كابل كې د امريكا د اقتصادي برخې سفير او د ښوونځيو ګڼ شمېر زده كوونكو او مينه والوګډون كړى و. په غوڼده كې د وحشي حيواناتو د نسل په ساتلو او پاللو تاكيد وشو همدارنګه كابل ښاروالى په دې برخه كې د دوى د پراختيايي پلانونو په هكله هم څرګندونې وكړې.

كابل ښاروالۍ او د چاپيريال ساتنې د ادارې چارواكو ضروري وګڼله، چې په هېواد كې بايد د وحشي حيواناتو د نسل ساتنې، پالنې او پراختيا ته جدي پاملرنه او عملي هڅې ترسره شي.

كابل ښاروال انجينير محمد يونس نوانديش د پنجشنبې په ورځ د ځمكې د نړيوالې ورځې د نمانځلو په غونډه كې، چې د كابل په ژوبڼ كې جوړه شوې وه وويل، چې په هېواد كې يې د وحشي حيواناتو او مرغانو د موندلو، ساتلو او پاللو لپاره يولړ پروژې ترتيب كړي دي او هڅه كوي، چې د كابل ژوبن په يوه پرمختللي او مجهز بڼ واړوي:

"كابل ښاروالۍ د ژوبڼ د سټنډرډ كولو لپاره پلانونه ترتيب كړي دي، چې له پلي كېدو سره به يې دا بڼ د پل ارتل او د ګذرګاه ترپله پورى پراخه شي.

ځينى ځمكى به ورته استملاك هم كړو ترڅو، بڼ د وحشي حيواناتو ژوند ته په يومناسب ځاى بدل شي."

په غونډه كې د يوشمېر دولتي چارواكو او مينه والو پرګډون، په كابل كې د امريكا د سفارت د اقتصادي څانګې مسوول انتوني لين هم حاضر و، ده وويل، د حيواناتو ځورول او غيرقانوني ښكاركول، د دې لامل كيږي، چې د ډيرو ارزښتناكو وحشي حيواناتو او مرغانو نسل له مینځه ولاړشي.

ده تاكيد وكړ، چې د دې اعمالو مخنيوي ته دې مربوطه ارګانونه تدابير ونيسي.

د چاپيريال ساتنې د ادارې مرستيال نجيب اله يمين وويل، چې دوى له څه مودې راهيسې د هيواد په مركز او ولايتونو كې خلكو ته، د وحشي حيواناتو او مرغانو د له مينځه وړلو د مخنيوي لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه ترتيب او پيل كړي دي:

"د وحشي حيواناتو د ساتنې لپاره يوه كمېټه جوړه شوې، دا كمېټه خلك پوهوي چې د وحشي حيواناتو ځورول او ښكار كول قانوي جواز نه لري.

په ليرې پرتو سيمو كې زموږ ټيمونه هڅه كوي، چې ښكاريان د وحشى حيواناتو له ښكاره منع كړي."

ده وويل، د يولړ څيړنو له مخې اوسمهال په هېواد كې كابو اته څلوېښت ډوله وحشي حيوانات او نباتات د له مينځه تلو له خطرسره مخ دي.

د كابل د ژوبڼ امر وويل، چې دم ګړۍ په بڼ كې څه باندې دوه سوه پنځوس ډوله وحشي حيوانات شته، چې مرغان، ماهيان او نورغوښه خواره حيوانات په كې شامل دي.

چارواكو وويل، دېرش كلنو جنګونو او قاچاق كوونكو د هيواد ډېر ځنګلونه له مينځه وړي دي، چې له امله يې ګڼ شمېر وحشي حيوانات يا له سيمي وتلي او يا مړه شوي دي.
XS
SM
MD
LG