د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۴ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۰۷:۴۳

د سولې ملي مشورتي جرګې ۳ اوونۍ وځنډول شوه


ډاکټر فاروق وردګ وايي، چې د څلورو عواملو له مخې د سولې جرګه ۳ اوونۍ وځنډېدله

د افغانستان د سولى مشورتي جرګه چى په پام كى وه، د ثور په دولسمه نېټه جوړه شي، څو اوونى وځنډيده. د افغانستان د پوهنې وزير او د سولي د مشورتي جرګى د تخنيكي چارو د كميسيون ريیس ډاكتر فاروق وردك د چهارشنبى په ورځ يوى خبري غونډې ته وويل، چې دا جرګه به كابو درې اوونۍ وروسته جوړه شي.

د افغانستان د سولى مشورتى جرګه چى ټاكل شوې وه، شاو خوا لس ورځې وروسته په كابل كې جوړه شي، په روانو حالاتو كى د يولړ عواملو له مخې كابو درې اوونۍ وځنډېده.

د افغانستان د سولې د مشورتي جرګې د تخنيكي او تداركاتي چارو د كميسيون ريیس ډاكتر فاروق وردك د چهارشنبې په ورځ ناوخته په كابل كې يوې خبرې غونډې ته وويل، چې امريكا ته د جمهور ریيس تګ او د ولسى جرګى د كانديدانو د نومونو د ليكلو لړۍ د دې سبب شوه، چې دغه جرګه كابو درې اوونۍ وروسته جوړه شي

"څلورعمده علتونه و، يو امريكا ته د جمهور ریيس تګ، د ولسي جرګې د كانديدانو د نومونو د ليكلو لړۍ، د سفر وروسته له افغانستان سره د امريكا او نړيوالې ټولنې د دوستۍ ثبوت او امنيتي او اقتصادي ملحوظات."

ټاكل شوې وه، چې د هېواد د ټولو ولايتونو د خلكو يوزرو څلورسوه استازي د ثور په دولسمه په كابل كې د سولې په مشورتي جرګه كې سره راټول او د هېواد په روانو چارو بحثونه وكړي.

دې جرګې ته له دوو مياشتو راهيسې تيارۍ نيول شوي او مسوولين وايي، چې دوى سل په سلو كې تيار وو، چې جرګه په ټاكلي وخت دایره كړي.

ډاكتر فاروق وردك وويل، د جرګې د ځنډېدو پرېكړه د جمهور ریيس حامد كرزي او د حكومت د درې واړو قوو د مسوولينو په مشوره د چهارشنبې په ورځ وشوه. ده وويل:

"دا تصميم جمهورريیس او د حكومت د دري واړو قواوو د ادارو په مشوره نن ونيول شوه او د جرګې هرغړي به پرته له تبعيضه د جرګى باوري غړي وي."

له دې مخكې هم ځيني كارپوهانو د جرګې د ځنډېدو په هكله يولړ څرګندونې كړې وې او امنيتي او اقتصادي مسایل د دې لاملونه ګڼلي وو.

د افغانستان خلك د دې جرګى نتيجو ته سترګې په لاره دي او هيله ښيي، چې لاسته راوړنې يې ژرترژره په هېواد كې سراسري سوله او ثبات ټينګ كړي.

راپور: خان محمد(سيند)
XS
SM
MD
LG