د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۹

راسموسین: د ناټو د غونډې هدف افغان ځواکونو ته امنیتي مسوولیت سپارل دي


راسموسېن وايي، چې لومړی به د امنو سیمو د امنیت مسوولیت به افغانستان ته وسپارل شي.
راسموسېن وايي، چې لومړی به د امنو سیمو د امنیت مسوولیت به افغانستان ته وسپارل شي.
د ناټو غړي هیله لري، چې په روان میلادي کال کې به افغان ځواکونه د افغانستان په نسبتاً ارامو سیمو کې د امنیتي مسوولیتونو اخیستلو ته تیار شي.

د ناټو عمومي منشي اندرېس فوګ رسموسین له غونډې مخکې ویلي و، چې د ناټو هدف په روان کال کې دا دی چې افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي چارو د مسوولیت سپارنې چاره عملي کړي او د استونیا په مرکز تالین کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې به په دې اړه یوبل مشخص ګام واخیستل شي.

راسموسېن زیاته کړه، د ناټو د بهرنیوچارو وزیران به په ځانګړي ډول په دې برخه کې د اساسي اصولو او پرېکړوني مهال وېش په اړه خبرې وکړي او دا خبره به یقیني کړي، چې د امنیتي چارو مسوولیت به د یو روښانه سیاسي او پوځي چاپېریال له مساعدېدو سره سم افغان ځواکونو ته سپارل کېږي.

ناټو په تېرکال کې د افغان ځواکونو د روزنې او ظرفیت د لوړولو په برخه کې ډېر اقدامات وکړل او پر غړو هېوادونو یې فشار راوړ، چې افغانستان ته نور روزونکي او نور ځواکونه واستوي.

راسموسین په تېرو دوو میاشتو کې افغانستان ته د نژدې اته نیم سوه اضافي ترېنرانو د استولو یادونه وکړه، خو دا یې هم وویل چې ناټو په روان کال کې د افغان ځواک د روزنې لپاره ۴۵۰ تنه نورو ترینرانو ته هم اړتیا لري.

د ناټو عمومي منشي وویل، دی به له غړو هېوادونو غوښتنه وکړي، چې وګوري دوی په دې برخه کې څه کولای شي.

په پام کې ده چې د استونیا په مرکز تالین کې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیوچارو وزیرانو په غونډه کې د دې تړون د اټومي ستراتیژۍ په اړه هم خبرې وشي.

دوه اونۍ مخکې امریکا او روسیې د اټومي وسلو د کمولو په برخه کې یو نوی تړون لاسلیک کړ. د ناټو ځینې غړي اوس غواړي چې د جګړې په جبهه کې د اټومي وسلو د کمولو په برخه کې هم باید له روسیې سره ورته خبرې وشي.
XS
SM
MD
LG