د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۵ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۰:۲۴

جرمني افغان ملي موزيم ته بيرته خپله سكه وركړه


غلا شوې سكه

په كابل كې د ملي موزيم چارواكي وايې، چې دوي هڅه كوي له بهرنيو هېوادنو څخه د دې موزيم غلا شوي لرغوني توكي بيرته را وګرځوي.په كابل كې د المان سفير د چهار شنبې پر ورځ د افغانستان له ملي موزيم څخه غلا شوې يوه لرغوني سكه، چې د يونان باختري د وخت وه

او په دې هېواد كې د درېو لسيزو جګړو په مهال د لرغونو توكو د قاچاق وړونكو له خوا المان ته انتقال شوې وه بيرته ملي موزيم ته وسپارله.

د افغانستان د ملي موزيم مشر عمران خان مسعودي وويل، دوي د يونسكو د فرهنګي نړېواله سازمان په مرسته له ملي موزيم څخه د غلا شوېو لرغونو توكو د بيرته را ګرځولو لړۍ پيل كړې ده.
د افغانستان د ملي موزيم مشرعمران خان مسعودي


د افغانستان د ملي موزيم مشر دا هم وويل، چې په تېرو درېو لسيزو جګړو كې د دې موزيم په سلو كې اويا لرغوني توكي غلا شوي دي.

د ده په خبره دوي په دې تېرو اتو كلونو كې په دې توانيدلي چې د قاچاق شوېو توكو څه باندې اته زره يې بيرته ملي موزيم ته راوړي.

په كابل كې د المان سفير هانس وئرونرلاوك، چې له افغانستان څخه المان ته قاچاق شوي لرغوني سكه سپارله وويل، دا سكه د دوي په هېواد كې په څو كسو خرڅه شوې وه او دادى اوس يې بيرته د افغانستان ملي موزيم ته وركړه:

"زه وياړم، چې د كندز د خزينه په نوم يوه سكه، چې له افغانستان نه المان ته را غلا شوې وه سپارم.

دا سكه د يونان باختري د دورې سكه ده او په۱۹۹۹ كال كې يو الماني دغه سكه په فرانكفورت ښار كې اخستې وه، خو وروسته له څو كلونو يې دې ته پام شو، چې دغه سكه د كابل د ملي موزيم ده او شايد دا سكه هلته په پټه او په غلا را وړل شوي وي."

د افغانستان ملي موزيم، چې د نړۍ يو له بډايه موزيمونو څخه ګڼل كېدو په تېرو درېو لسيزو جګړو كې يې ډيرې لرغوني توكي لوټ شول.

د ملي موزيم چارواكي وايې، چې بيرته دې موزيم ته د نړېوالو د پام د را ګرځولو لپاره يې ځيني توكي په نړېوالو نندارتونوكې نندارې ته وړاندې كړي هم دي.

خو د چارو كار پوهان وايې، د دې موزيم د بيا بډايه كولو لپاره د لرغونو پوهانو له خوا بايد لرغونې سيمي وپلټل شي او له دې سيمو څخه د قاچاق وړونكي لاسونه لنډ شي.
XS
SM
MD
LG