د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

ولسي جرګه:د انتخاباتوموضوع به كرزي ته د استول شوي پلاوي د خبرو له نتايجو وروسته وڅيړو


په داسې حال كې، چې په افغانستان كې د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د نوم ليكنې لړۍ پيل شوې، ولسي جرګې د چهارشنبې په ورځ په خپله عمومي غونډه كې دا موضوع تر بحث لاندې ونيوله.

د ولسي جرګې يو شمېرغړو انتقاد كاوه، چې د انتخاباتو خپلواك كميسيون د ولسي جرګې د انتخاباتو لړۍ د انتخاباتو د نوي قانون له مخې پيل كړې ده.

ځينو وكيلانو ټينګار كاوه، چې لومړۍ بايد پخوانې قانون لغوه شوى واى او بيا د نوي قانون له تصويب وروسته انتخابات د نوي قانون له مخې شوى واى.

خو د ولسي جرګې دوېم مرستيال امان الله پيمان، چې د غونډې مشري يې كوله وويل، چې دغه موضوع به د ولسي جرګې له خوا استول شوي پلاوې له ولسمشر كرزي سره شريكه كړي:

"زه غواړم، چې د ولسي جرګې له ادرس څخه څه وواېم ، هغه دا چې څه د افغانستان د ملت له كوره، څه د ولسمشر له خوا په وار – وار له اساسي قانون څخه سرغړونه د دې لامل كيږي، چې افغانان د قانون پر وړاندې بې باوره شي، بيا به داسې كوم دليل پر وړاندې نه وي چې باور ورباندې وشي، نو زما وړانديز دا دى چې پرېږدئ چې پلاوي له ولسمشر سره ستاسو وړانديزونه شريك كړي، له هغه وروسته چې بيا هره پرېكړه كوى موږ ستاسو په خدمت كې يو."


د انتخاباتو نوى قانون، چې د تقنيني فرمان له مخې ولسي جرګې ته د تصويب لپاره استول شوى و، خو د ولسي جرګ له خوا د دغه قانون رد د اجرايه او مقننې قوې ترمنځ يوه نوې لانجه وزيږوله.

په دې ترڅ كې ځينو وكيلانو بيا د دې لانجې د هواري غوښتنه كوله او ويل، چې اوس دې بايد له نوي قانون سره سم انتخابات ترسره شي.

د ولسي جرګې غړى انجينير قرار هم له همدې غړو څخه دى. دې وايي:

"معنوي صيب راغلى وه، هغه خپل دريځ اعلان كړ، چې د همدې قانون له مخې خپل كار پر مخ وړو، مه ريس جمهور په عذابوئ مه هم ځان، دې كې نه خير شته او نه فايده شته ، نور بس دى همدغه قانون دى، دعا ورباندې وكړئ."

د انتخاباتو خپلواك كميسيون اعلان وكړ، چې د ولسي جرګې د انتخاباتو د نوم ليكنې لړۍ د وري د مياشتې په ۳۱ نېټه پيل شوې چې تر دوو اونيو پورې به دوام وكړي.

د انتخاباتو د كميسيون د چارواكو په وينا د كانديدانو د اسنادو له تكميلېدو وروسته به دغه كانديدان څلور مياشتې وروسته په انتخاباتو كې برخه اخلي.
XS
SM
MD
LG