د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

يو نا دولتي څيړنيزمركزد هېواد د ستونزو د هواري لپاره نوې طرح جوړه كړې


په افغانستان كې يو نا دولتي څيړنيز مركز وايې، چې په هېواد كې يې د موجوده ستونزو د هواري په خاطر يوه نوې طرحه جوړه كړې، چې د افغان حكومت او په هېواد كې به يې د ملګرو ملتونو له ادارې سره هم شريكه كړي.

د افغانستان د نړېوالو سياسي څيړنو مركز ريس صديق الله ساحل د چهارشنبې په ورځ په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل، كه چېرې دغه طرحې پلې شي نو په افغانستان كې به د اداري فساد مخه هم ونيول شي:

"موږ له هغو كتونو نه په استفادې سره، چې په ټولنه كې واكمنې دي په غيرسياسي توګه د يو څيړنيز مركز له خوا وكولاى شول، چې پنځه ويشت ماده ايزه طرحه جوړه افغان حكومت او نړېوالې ټولنې ته يې وسپارو، چې دا د مخنيوي او پريكړو لپاره يو ميكانيزم دى، په افغانستان كې ډيرې ستونزې شته چې اصلي لامل يې فساد دى."

په دغو طرحو كې تر ډيره د قانون د واكمن كېدلو ، ښې حكومتدارۍ او د فساد په وړاندې د مبارزې په برخه كې لارې، چارې په ګوته شوي دي.

دا طرحې تر ډيره هغو طرحو ته ورته دي، چې پخوا تر دې د نورو ټولنو له خوا هم وړاندې شوې وې.

خو پوښتنه دا ده، چې د افغان دولت غبرګون د دا شان طرحو په وړاندې څه دى؟

د افغانستان د چارو د ادارې وياند فيضي ځدران ازادۍ راډيو ته وويل، چې افغان دولت د هرې هغې طرحې هركلۍ كوي، چې د افغانستان د ستونزو د هواري په خاطر د نا دولتي ټولنو له خوا جوړيږي.

ويل شوي، چې په كابل كې د سولې ملي مشورتي جرګه چې ټاكل شوې تر راتلونكو دوو اونيو پورې په كابل كې جوړه شي هم له هغو طرحو څخه ده كوم، چې په ورستيو څو كلونو كې د نا دولتي ټولنو له خوا وړاندې شوې ده.

د ملګرو ملتونو ادارې هم ويلي كومې طرحې چې وړاندې كيږي د افغانانو د غوښتنو او احساساتو ښكارندوى دي او پكار ده چې ورته پام واړول شي.
XS
SM
MD
LG