د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۸ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۰۲:۲۲

نړۍ

ایران درې ورځني پوځي تمرینات پیلوي

د ایران سپاه پاسداران انقلاب سره له سبا په فارس خلیج کې درې ورځني پوځي تمرینات پیلوي.

د سپاه پاسداران انقلاب مرستیال برید جنرال حسین سلامي نن د ایران دولتي تلویزیون العلم ته وویل، په دغو تمریناتو کې به پلي، هوایي او سمندري ځواکونه برخه واخلي. د برید جنرال سلامي په وینا دا تمرینات د فارس خلیج، د هرمز د باریکې او د عمان د خلیج د امنیت د خوندي کیدو په هدف ترسره کیږي.

په ایران کې جوړ شوي توغندي به هم د دې تمریناتو په ترڅ کې وازمویل شي.

د هرمز باریکه د فارس خلیج او د عمان د خلیج تر منځ د اوبو مهمه لاره ده چې د نړۍ د سمندرونو له لارې نژدې څلویښت فیصده تیل له دې لارې تیریږي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

سپېس اېکس خصوصي کمپنۍ خپله سفینه نړیوال فضايي سټېشن ته استوي

د سپېس اېکس سفینه

سپېس اېکس لومړنۍ خصوصي کمپنۍ ده چې نن د مې ۲۷مه له انسانانو سره خپله سفینه نړیوال فضایي سټېشن ته استوي.

که دا کار بریالی شي دا به فضایي اکتشافاتو ته د خصوصي کمپنیو د لاسرسي یوه مهمه لاسته راوړنه وي.

له اوو لسیزو راهیسې دې کار ته یوازې ځواکمن هېوادونه لاسرسی لري.

د کرو ډراګن (Crew Dragon) په نوم د سپېس اېکس دا فضایي بېړۍ نن د پراګ په وخت ۰۴:۳۳ دقیقې له فلوریدا څخه فضا ته توغول کېږي.

په دې سفینه کې به د ناسا دوه ستور مزلي سپاره وي.

تمه ده دا سفینه د مې پر ۲۸مه نړیوال فضایي سټېشن ته ورسېږي او هلته به تر اګسټ میاشتې پورې پاتې شي.

ټاکل شوې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د دې سفینې د توغولو په مراسمو کې ګډون وکړي.

۲ روسي جنګي الوتکو مدیترانه کې د امریکا یوې الوتکې ته خنډ جوړ کړی

د امریکا او روسیې الوتکې

د امریکا متحده ایالاتو سمندري ځواکونو ویلي چې دوه روسي 'سو-۳۵' جنګي جټ الوتکو په مدیترانه سمندرګي کې د امریکا د بحري ګزمې د یوې الوتکې په وړاندې خنډ جوړاوه.

د امریکا سمندري ځواکونو ویلي چې پرونۍ پېښې ۶۵ دقیقې دوام درلود چې پر مهال‌یې دوو روسي پیلوټانو د امریکا 'پې–۸ اې' دواړو وزرو ته نږدې پرواز کاوه او د دې الوتکې د مانور وړتیا یې کمه کړې وه.

د دې ځواکونو یوې برخې چې په ایټالیا کې مېشته ده ویلي دا ډول کړنې به بالقوه هوايي شخړې زیاتې کړي.

دا درېیم وار دی چې د روسيې پیلوټان د امریکا د سمندري ځواکونو کشفي الوتکې تعقیب او جنجال ورته جوړوي.

درېیمه تېل وړونکې ایرانۍ کښتۍ ونزوئلا ته ورسېده

ونزوئلا ته رسېدلې تېل وړونکې ایرانۍ کښتۍ

د ایران درېیمه تېل وړونکې کښتۍ ونزوئلا ته ورسېده.

د کښتۍ تعقیب کوونکي معلومات د ریفینیتو اکان شرکت ټول کړي او ښيي چې د ایران په بیرغ سمباله درېیمه کښتۍ سې شنبه په ځايي وخت د ونزوئلا د ځانګړي اقتصادي زون او ځمکنیو اوبو ته ننوتله.

د روېټرز په وینا د پیټونیا تېل وړونکې کښتۍ د سې شنبې په سهار وختي د کیریبین بحیرې ته ننوتله او د نورو تېل وړونکو ټانکرونو فارچون او فوریسټ ورته لار یې تعقیب کړه.

د فارچون تېل وړونکې کښتۍ د دوشنبې په ورځ د ۴۳ میلیون بنزین بوشکو سره د ایل پالیتو بندر ته ورسېده او د ونزوئلا د تېلو د وزیر له‌خوا یې تود هرکلی وشو.

د ونزوئلا د تېلو وزیر په دغه هېواد کې د تېلو د کموالي د کړکېچ په جریان کې د ایران له دې ملاتړه مننه وکړه.

د فوریسټ تېل وړونکې کښتۍ هم د سې شنبې په ورځ د ایل پالیتو په بندر کې اړخ ولګاوه ترڅو خپل مالونه بار کړي.

د خامنه‌یي استازی خوزستان ته د ټپيانو پوښتنې ته ورغلی

د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي

د ایران د ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي استازی سید عبدالنبي موسوي فرد په خوزستان ولایت کې د ټپيانو پوښتنه وکړه.

خلکو په خوزستان ولایت کې د څښلو د اوبو په خاطر تېره اوونۍ اعتراض کړی وو چې ځيني يې امنیتي ځواکونو ټپيان کړل.

د ایران نیمه دولتي فارس خبري اژانس د مې په ۲۵مه نېټه یوه وېډيو خپره کړې ده چې په‌کې موسوي فرد د یوه ځوان په کور کې لیدل کېږي چې د پلاستیکي مرمۍ له کبله سخت ټپي شوی و.

په وېډيو کې موسوي فرد وايي، د معذرت غوښتلو په پار د دې کس کور ته ورغلی دی.

د دې ټپي کس عکسونه پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي دي.

دی د غیزانیه سیمې اوسېدونکی دی او د مې میاشتې په ۲۳مه نېټه د څښلو د اوبو د قطع کېدو په خاطر د خوزستان د والي د دفتر مخې ته په اعتراض راوتلی و.

روښانه نه‌ده چې د اعتراض کوونکو د تیت کولو په هدف د امنیتي ځواکونو په اوښلن ګاز او پلاستیکي مرمیو څومره کسان ټپيان شول.

پولیسو ادعا کړې چې اعتراض کوونکو پر افسرانو په لرګیو او ډبرو حمله وکړه.

یو شمېر اروپايي هېوادونه پر خپلو پولو پرانیستلو غور کوي

ارشیف

د اروپایي ټولنې یو شمېر هېوادونه پر خپلو پولو پرانیستلو غور کوي.

دا وروسته له هغه چې په اروپا کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې کمې شوې دي.

خو د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې که محدودیت په چټکۍ سره لیرې شي، د کرونا ویروس د دوهمې څپې خطر شته.

اسپانیه له هغو هېوادونو ده چې د کرونا ویروس تر ټولو زیات زیان‌یې تجربه کړی دی. دې هېواد د پولو پرانیستلو په برخه کې د اروپايي ټولنې د دریځ ملاتړ کړی دی.

جرمني غواړي د اروپايي ټولنې د ۲۶ هېوادونو له پولو د سیلانیانو د تېرېدو په برخه کې خبرداری د جون په ۱۵مه لیرې کړي.

ډنمارک هم له نورو نوردیک هېوادونو سره پر خپلو پولو محدودیت کم کړی دی.

روسیې پرون د مې په ۲۶مه، نېټه د ۱۷۴ کسانو د مړینې خبر ورکړی دی.

په ټوله نړۍ کې تر پنځه نیمو میلیونو زیات کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د مړو شویو شمېر هم ۳۴۶،۰۰۰ ته رسېدلی دی.

روسیه نازي جرمني ته د ماتې ورکولو ۷۵مه کلیزه لمانځي

د روسیې بیرغ

روسیه به په دوهمه نړیواله جګړه کې نازي جرمني ته د ماتې ورکولو ۷۵مې کلیزه راتلونکې میاشت ولمانځي.

روسیه دا مراسم په داسې حال کې جوړوي چې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې اوس هم د ثبتېدو په حال کې دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمير پوتين د جون ۲۴مه، د یادو مراسمو نوې نېټه اعلان کړې او دفاع وزیر سرګي شوېګو ته‌یې امر کړی چې چمتووالی دې ونیسي.

روسیې پخوا دا ورځ چې د بریا ورځ بلل کېږي، د مې په ۹ لمانځله.

خو پوتین په اپرېل میاشت کې دا مراسم وځنډول.

که څه هم په روسیه کې د کرونا ویروس نوې پېښې کمې شوي، خو دا هېواد په ټوله نړۍ کې درېیم هېواد دی چې تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې يې ثبت کړې دي.

په روسیه کې ۳۶۲،۰۰۰ کسان په کرونا ویروس اخته شوي او تر ۳،۸۰۰ زیات نور مړه شوي دي.

لوفت هانزا هوايي شرکت سره د جرمني حکومت ۹،۸ میلیارده ډالره مرسته

فرانکفورت هوايي ډګر کې د لوفت هانزا هوايي شرکت الوتکې

د جرمني حکومت له لوفت هانزا سره ۹،۸ میلیارده ډالره مرسته کړې ترڅو دا هوایي چلند د کرونا ویروس له امله د رامنځته شویو اقتصادي ستونزو سربېره خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړي.

د جرمني اقتصاد وزارت او لوفت هانزا هوایي چلند پرون د دې مرستې خبر ورکړ.

اروپایي ټولنه او سهم ورکوونکي هم باید د دې مرستې تأیید وکړي.

د جرمني خزانې وزیر اولاف شولز ویلي دي چې پر لوفت هانزا شرکت پانګونه موقتي ده.

د نړۍ د ډېرو هوایي شرکتونو په څېر لوفت هانزا هم اکثر مسافر وړونکې الوتنې د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې ځنډولې دي.

له سیاسي سقوط څخه وېره لرونکو ته د هانګ کانګ مشرې ډاډ

د هانګ کانګ مشره کاري لام

د هانګ کانګ مشرې، هغو نړیوالو پانګه‌والو ته چې د چین د نوي امنیتي قانون د انفاذ له کبله د دې سیمې له سیاسي سقوط څخه وېره لري، ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې دا قانون یوازې محدود شمېر قانون ماتوونکي په نښه کوي.

د هانګ کانګ مشرې کاري لام (Carrie Lam) نن خبریالانو ته وویل، دا ادعاوې چې ګنې د دې ښار ازادي په خطر کې ده، بې‌بنسټه دي او زیاته‌یې کړه د هانګ کانګ د خلکو ازادۍ او اساسي ارزښتونه به د قانون د حاکمیت په رڼا کې خوندي وي، قضا به خپلواکه وي او خلک به‌یې له بېلابېلو ازاديو برخه‌من وي.

پولیسو د یکشنبې په ورځ د دې قانون زرګونه مخالف مظاهره‌چیان د اوښکې بهوونکي ګاز په وسیله خواره کړل او داسې نښتې په‌کې وشوې چې په څو میاشتو کې یې ساری نه‌و لیدل شوی.

د هانګ کانګ د پولیسو مشر جان لي پرون وویل چې دا ښار د تشدد په سیوري کې کېوتی دی او د زیاتېدونکي ترورېزم پر ضد د مبارزې لپاره یوه نوي قانون ته اړتیا لري.

پیکېنګ د مې په ۲۱مه هغه طرح وړاندې کړه چې له مخې یې په هانګ کانګ کې د چین د ملي امنیت قانون نافذېږي.

دا قانون په هانګ کانګ کې د میلیونونو کسانو په ګډون د چین د نفوذ پر ضد د ډیموکراسۍ د پلویانو له پروسږنو څو میاشتنیو پراخو اعتراضونو وروسته پر خیانت، بېلتون‌پالنې، ورانکارۍ، بغاوت او بهرنیو لاسوهنو بندیز لګوي.

د کرونا د نوې څپې د احتمالي خپرېدو په اړه د روغتیا سازمان خبرداری

د کرونا ویروس ټسټ اخیستنه

د روغتیا نړیوال سازمان په ځینو هېوادونو کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د محدودیتونو له تدریجي نرمېدو وروسته خبرداری ورکړی چې که دا محدودیتونه ژر لیرې شي، نو ښايي په نړۍ کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ نوې څپه خپره شي.

په روانه اوونۍ کې اروپايي هېوادونو د ژوند د عادي کولو په مقصد یو لړ اقدامات وکړل.

په دې ترڅ کې ایسلنډ په کلپونو کې محلفونو ته بیا اجازه ورکړه، اسپانیا د سمندر غاړې راژوندۍ کړې او جرمني د بدني روزنې کلپونه، جیمونه او د لامبو حوضونه، روغتیايي لارښوونو ته په پام سره پرانیستل.

په داسې حال کې چې اکثر هېوادونه لاهم د کرونا ویروس له لومړۍ څپې سره لاس ګرېوان دي د روغتیا نړیوال سازمان د بېړنیو چارو مشر مایک راین پرون دوشنبه خبرداری ورکړ چې کرونا ویروس د لاتینې امریکا، جنوبي اسیا او افریقا په ځینو برخو کې لاهم د سرایت په حال کې دی.

ښاغلي راین وویل وبا اکثرا په څو څپو کې خپرېږي، نو په همدې دلیل 'کووېډ-۱۹' ناروغي ښايي د روان کال په پای کې هغو سیمو ته بیا راوګرځي چې ترې ورکه شوې وه، خو ښاغلي راین زیاته کړه چې که د لومړۍ څپې پر مهال لګول شوي محدودیتونه په چټکۍ سره لیرې شي، نو دا امکان شته چې په دې ویروس د اخته کسانو شمېر همدا اوس زیات شي.

نوواواکس کمپنۍ پر انسانانو د کرونا ویروس واکسین ازمویل پیل کړي

د نوواواکس امریکايي کمپنۍ لابراتوار

امریکایۍ نوواواکس (Novavax) کمپنۍ پر انسانانو د کرونا ویروس د واکسین ازمویل په اسټرالیا کې پیل کړي دي او تمه لري چې د اغيزو لومړني نتایج به‌یې په جولای میاشت کې معلوم شي.

دې کمپنۍ پرون د مې په ۲۵مه د دې واکسین د ازمویلو د لومړي پړاو تطبیق پر ۱۳۰ روغو کسانو چې عمرونه‌یې د ۱۸ او ۵۹ کلونو ترمنځ دي، اعلان کړ.

د دې واکسین دوهم امتحاني پړاو به د امریکا په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې تطبیق شي څو د بېلابېلو عمرونو لرونکو انسانانو کې د دې واکسین د معافیت، خوندیتوب او عکس‌العمل څرنګوالی معلوم شي.

اوس‌مهال تر ډېره په متحده ایالاتو، اروپا او چین کې د کرونا ویروس ضد واکسین جوړول یا په لومړنیو پړاوونو کې دي او یا یې ازمویل پیل شوي، خو معلومه نه‌ده چې دا هڅې به د کرونا ویروس پر وړاندې چې له پنځه نیم میلیون زیات خلک پرې اخته دي او نږدې درې نیم لکه کسان ترې مړه شوي اغېزناک وي که نه.

هانګ کانګ کې د نوي امنیتي قانون په اړه امریکا ته د چین خبرداری

هانګ کانګ کې بلوا ضد پولیس د معترضانو د موانع د لیرې کولو پر مهال.

چین د امریکا متحده ایالاتو ته خبرداری ورکړ، که پر هانګ کانګ د چین د نوي امنیتي قانون د تحمیل له درکه‌یې وګواښي، چین به ځوابي اقدام وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیژیان پرون دوشنبه وویل: "که امریکا هڅه وکړي چې د چین ګټې په خطر کې واچوي، پیکېنګ به هم د دغو ګواښونو د شنډولو لپاره هر اقدام وکړي."

تر دې یوه ورځ مخکې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ یو مخکښ سلاکار خبرداری ورکړی و، که چین نوی امنیتي قانون پر هانګ کانګ تحمیل کړي، د واشنګټن له احتمالي بندیزونو سره به مخامخ شي.

پیکېنګ تېره پنجشنبه پر هانګ کانګ د ملي امنیت د نوي امنیتي قانون د تحمیل خبر ورکړ چې له مخې یې چین په دغه سیمه کې هر ډول توطئه یا بېلتون‌پالنه محدودوي.

په هانګ کانګ کې ځايي اوسېدونکو، سوداګریزو ډلو او بهرنیو اتباعو اندېښنه ښوولې چې د چین له‌خوا د دې نوي قانون تحمیل به د دغې کورواکې سیمې ځانګړی موقف ختم کړي.

هانګ کانګ تر ۱۹۹۷م کاله پورې د بریتانیا مستعمره وه چې وروسته‌یې چین ته وسپارله، خو اوس د هانګ کانګ اوسېدونکي د هغه څه په وړاندې اعتراض لري چې دوی یې د چین سخت قوانین ګڼي.

بینین کې د یوې تښتول شوې کښتۍ عمله وژغورل شوه

د تښتول شوې کښتۍ عمله

د یوې کښتۍ اته تنه عمله چې تېره میاشت په افریقايي هېواد بینین کې تښتول شوې وه، بیا ژغورل شوې ده.

د نایجریا سمندري ځواکونه وايي، دغه اته کسان د روسیې، اوکراین، بلغاریا او فیلیپین وګړي دي.

د دغو ځواکونو قوماندان پرون دوشنبه د فرانسې خبري اژانس ته وویل، د یوې تجارتي کښتۍ اته تنه عمله د سمندري غلو له ولکې ژغورل شوې او دا مهال‌یې روغتیايي څارنه روانه ده.

تر اوسه د دې کښتۍ د ۱۱ تنه نورې عملې په اړه چې لادرکه ده، راپور نه‌دی ورکړل شوی.

بینین د افریقا په لوېدیځ کې هغه هېواد دی چې سمندري غله په‌کې وخت ناوخت پر تجارتي کښتیو حملې کوي او عمله‌یې تښتوي.

اکثریت غله د نایجریا وګړي دي.

د ونیز فلم فستیوال به د سپټمبر میاشتې په لومړیو کې ترسره شي

ارشیف، د ونیز فلم فستیوال کې یو شمېر فلمي څېرې

د ایټالیا سیمه‌ییز چارواکي وایي د ونیز فلم فستیوال به د مهالوېش سره سم د سپټمبر میاشتې په لومړیو کې ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې په ایټالیا کې د کرونا ویروس شدت په دې وروستیو کې راکم شوی دی.

د ایټالیا د وینیتو سیمې والي لوکازایا د مې پر ۲۴مه وویل چې د کرونا ویروس په خاطر په نړۍ کې د فلم پر صنعت د لګېدلو محدیتونو له کبله ښایي په دې فستیوال کې لږ شمېر فلم جوړوونکي ګډون وکړي.

ونیز د نړۍ تر ټولو اوږد مهاله فستیوال ګڼل کېږي.

مونته‌نګرو کې څه باندې ۲ میاشتو کې د کرونا هېڅ پېښه نه‌ده ثبت شوې

ارشیف، مونته‌نګرو

د مونته‌نګرو د عامې روغتیا انسټټیوټ اعلان وکړ چې په څه باندې دوو میاشتو کې د لومړي ځل لپاره په دې هېواد کې د کرونا هېڅ مثبته پېښه نه‌ده ثبت شوې.

دغې ادارې پرون یکشنبه په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې په اوس وخت کې په مونته‌نګرو کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ هېڅ یوه فعاله پېښه نه‌شته. له څه باندې دوو میاشتو وروسته چې په دې هېواد کې د لومړي ځل لپاره د کرونا مثبته پېښه ثبت شوې وه، نور دا هېواد د 'کووېډ-۱۹' په ناروغۍ اخته کس نه‌لري.

د مونته‌نګرو حکومت تر اوسه رسماً نه‌ده اعلان کړې چې په دې هېواد کې د کرونا ویروس خپرېدل ختم شوي دي.

مونته‌نګرو چې شااوخوا ۶۳۰ زره نفوس لري، ټول‌ټال د کرونا ۳۲۴ مثبتې پېښې یې ثبت کړې وې او ۹ تنه هم ترې مړه شوي وو.

د ۵ ایراني تېل وړونکو کښتیو لومړنۍ کښتۍ ونزوئلا ته ورسېده

ارشیف، ایرانۍ تېل وړونکې کښتۍ

د هغو پنځو ایراني تېل وړونکو کښتیو چې ونزوئلا ته تېل لېږدوي، لومړنۍ کښتۍ یې د ونزوئلا نږدې بندر ته چې د دې هېواد د تېلو دولتي شرکت‌یې چارې سمبالوي، ورسېده.

دا په داسې حال کې ده چې د متحده ایالاتو او د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ چې واشنګټن پرې بندیزونه لګولي، کړکېچ روان دی.

د هغې ادارې د معلوماتو له مخې چې د کښتیو لارې څاري، د ایران د تېلو دغه لومړنۍ کښتۍ پرون د ونزوئلا اوبو ته داخله شوې ده.

دغه کښتۍ د ونزوئلا د پلازمېنې کاراکاس د لوېدیځ په ۵۰ کیلومترۍ کې د ایل پالیتو بندر ته نږدې لیدل شوې ده.

د ایران تېل وړونکې دوهمه کښتۍ د شنبې په ورځ د کارابین بحیرې ته رسېدلې او بله کښتۍ یې هم په اوس وخت کې په اتلانتیک اقیانوس کې مزل وهي.

تر اوسه د دغو کښتیو په وړاندې د متحده ایالاتو د فوري مداخلې نښې نه‌لیدل کېږي.

واشنګټن د روانې میاشتې په پیل کې ویلي و چې د تېلو د دغې محمولې په وړاندې پر اقداماتو غور کوي.

د متحده ایالاتو بندیزونو د ایران او ونزوئلا د تېلو صنعت ډېر په نښه کړی دی.

دغو بندیزونو د ایران اقتصاد چې د عوایدو اصلي منبع‌یې پر تېلو متکي ده کمزوری کړی او هم‌یې د ونزوئلا پر اقتصاد فشار راوستی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG