د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

اروپايې ټولنې د كرنې له وزارت سره مرسته وكړه


د افغانستان د كرنې او مالدارۍ وزارت وايې، چې د نوېو ماشين الاتو په ذريعه به په هېواد كې دننه د اصلاح شوېو تخمونو توليد ته زياته زمينه برابره شي.

د افغانستان د كرنې او مالدارۍ وزارت ته د چهارشنبې په ورځ د اروپايې ټولنې د استازي له خوا د اصلاح شوېو تخمونو د توليد"يوسلو يو نوي" ډول ډول وسايط او وسايل وركړل شول.

د افغانستان د كرنې او مالدارى وزير محمداصف رحيمي د دې وسايلو او ماشينونو د تسلېمېدو پر مهال وويل، چې دا وسايل او ماشينونه به يو شمېر دولتي او خصوصي شركتونه دې ته چمتو كړي، چې د هېواد بزګرو ته په زرګونو ټنه اصلاح شوي تخمونه توليد كړي.

ښاغلي رحيمي وويـل:

"په دې مرستو به د دوه زره يوولسم كال تر پاېه پورې اصلاح شوېو تخمونو د توليد شركتونه اته پنځوسو ته ورسيږي.

په تېرو اتو مياشتو كې د هېواد په اتو ولايتونو كې اته شركتونه جوړشوي، په دې پروژه كې به يوسلو يو نوي ډول ډول ماشينونه او دولس بهرني متخصصين په فعاليت بوخت شي."

دا كرنيز وسايل او وسايط، چې د تخمونو د توليد، پاكولو او شيندلو ماشينونه، تراكتورونه او د دې ماشينونو پرزې په كې شاملې دي، د كرنې له وزارت سره د اروپايي ټولنې د څوارلسو ميليونو يورو د مرستې يوه برخه ده او ويل كيږي، چې پاتې وسايط به په راتلونكي كې دى وزارت ته وسپارل شي.

په دې مناسبت په جوړې شوې غونډه كې په افغانستان كې د ملګرو ملتو د خوراك او كرنې د موسسې ريئس تخستي غبراى تكي وويل، چې دوى به د دې پروژې په پر مخ بيولو كې د كرنې له وزارت سره پوره مرستې وكړي:


"هدف دادى، چې وكړاى شو، اصلاح شوي تخمونه په افغانستان كې دننه، د بزګرو تر كورونو پورې ورسوو، نه دا چې له نورو هېوادونو څخه يې واخلو او وارد يې كړو."

د كرنې وزارت وايې، په كال څه باندې درې لكه ټنو اصلاح شوېو تخمونو ته ضرورت لرو او روانې هڅى به وكړاى شي، دغه نيمګړتياوې د وخت په تېرېدو سره له منځه يوسي.

دا وزارت دا هم وايي، اوس مهال په هېواد كې څه باندې اته ميليونه هكتاره ځمكه د كرنې وړده، چې له دى څخه يوازې پنځه ويشت فيصده ځمكې ته اوبه رسيږي.

د كرنې وزارت وايې، د دغو ستونزو اواري ته يې د نړېوالې ټولنې په مرسته ماستر پلانونه ترتيب كړي او هڅې روانې دي، چې شته ستونزې يوه په بلې پسې كمې شي.
XS
SM
MD
LG