د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۴

په افغانستان كې د نانځكو تياتر


د نانځكو تياتر، چې پاپتري هم ورته وايي هغه تياتر دى چې د لوبغاړي په ځاى ناوكۍ يا نانځكې په كې رول لوبوي، ويل كېږي د نانځكو تياتر لومړى ځل له ميلاده مخكې په مصر، هند او چين كې رامنځته شو.
. د نانځكو د تياتر په اړه لومړنۍ ليكنه د مصر د فرعونانو وخت پورې اړه لري او تر ميلاده مخكې ۴۲۲ كال ته رسېږي.

د نانځكو تياتر له همغو لومړيو د دوو مقاصدو لپاره تر سره كېده، لومړى د تفريح او ساعتېرۍ لپاره او دوهم د مذهبي نصايحو او خلكو ته د پند په مقصد.
د نانځكو تياتر د نولسمې پېړۍ له لومړيو وغوړېد، زيات هنرمندان يې جذب كړه او په خلكو كې منلى هنر شو.

په افغانستان كې د نانځكو د تياتر څانګه په كابل تياتر كې موجوده ده او تر شل كاله وړاندې يې ځينې وخت د ټلويزيون په پرده او ستېژ نندارې ښوولې. نن سبا يو شمېر افغان ځوانانو د ګويته انستيتوت په مرسته د پرواز په نامه د نانځكو د تياتر اته كسيزه ډله جوړه كړې او غواړي دا هنر په افغانستان كې يو ځل بيا وغوړوي.

د كابل پوهنتون د هنرونو د پوهنځي فارغ او د پرواز د نانځكو د تياتر ډلې مشر فارام جان ابراهيمخيل وايي دوى افغان زلمكو او ماشومانو ته د تفريح د سالمو زمينو نشتوالي وهڅول چې د نانځكو د تياتر په بيا راژوندي كولو كار وكړي.

په افغانستان كې د المان د كلتوري مركز ګويته انستيتوت كلتوري رييس ابراهيم هوتك وايي دوى په افغانستان كې د نانځكو د تياتر اهميت او تشه احساس كړه نو هڅه يې وكړه چې يو شمېر افغان ځوانانو ته د نانځكو د تياتر ترننګ وركړي او مالي ملاتړ ترې وكړي.

د نانځكو په تياتر كې د لاس په ذريعه هنرمندان نانځكې ښوروي او كيسه كوي فارام جان ابراهيم خيل وايي چې د نانځكو په تياتر كې اصلي ادا كاران نانځكې دي خو هنرمند بايد د كيسې روح د هغوى حركاتو ته ور ولېږدوي.

د پرواز په نوم د نانځكو د تياتر دغه ډله غواړي د نانځكو د تياتر له لارې افغاني فلكلوريكې او تعليمي كيسې د افغانستان ټولو ولايتونو كې ځوانانو او ماشومانو ته وښيي، څو شېبې هغوى خوشاله كړي او په څنګ كې يې خپل تعليمي پيغام هم تر هغوى ورورسوي .


XS
SM
MD
LG