د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

چهارشنبې د غويې دوهمه


هېواد: په ايران كې د افغان بنديانو د اعدامونو د بندولو په اړه ليكلي
هېواد: په ايران كې د افغان بنديانو د اعدامونو د بندولو په اړه ليكلي

په كابل كې د نننيو ورځپاڼو د افغانستان په اړه ګڼ مطالب او تحليلونه خپاره كړي، چې حميد مومند ورته كتنه كړې.

باختر:

دې نا دولتي ورځپاڼې دا ځلې په افغانستان كې د ايران د ورانكارانه هڅو يوې بلې بيلګې ته ګوته نيولې او د خپل لومړي مخ په يو مطلب كې يې ليكلي، چې ايران اوس په افغانستان كې د زعفرانو د كښت او توليد تباهۍ ته ملا تړلې.

ورځپاڼې د ايران دې هڅو ته په اشارې دا پوښتنه كړې، چې د افغانانو له لوږې او بد بختۍ نه ګاونډېو هېوادونو ته څه ګټه رسيږي.

ورځپاڼې خپله سرمقاله په افغانستان كې د ولسي جرګې د را روانو انتخاباتو لپاره د كانديدانو د نوم ليكنې د بهير پيل ته په اشارې دا پوښتنه كړې، چې ايا دا ځلې به افغانان يو بيله ملي شورا ولري.

په ورځپاڼه كې د كابل د نړېوالې غونډې په اړه هم يو مطلب خپور شوې او ليكل شوي، چې دا د افغانستان او نړېوالې ټولنې د متقابلو ژمنو د بيا تازه كولو لپاره يوه ښه موقع ده.

هېواد:

دې دولتي ورځپاڼې بيا د خپل لومړي مخ په يو مطلب كې ليكلي، چې په ايران كې د افغان بنديانو د اعدامونو د بندولو په اړه دغه هېواد ته د بهرنيو چارو د وزارت د پلاوي د سفر پايلې مشرانو جرګې ته قانع كوونكې نه وې.

ورځپاڼې په يو جلا څيړنيز مطلب كې په دې ټينګار كړې، چې د سيمه ايزې همكارۍ پرته په افغانستان كې سوله ناشونې ده او په افغانستان كې د ځينو ګاونډيو هېوادونو لاس وهنه او لمسونونه د افغانستان سولې ته سترګواښ دې.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په افغانستان كې د امنيتي چارو د افغاني كولو په بهير بحث كړې او پدې ترڅ كې د ناټو مسؤليتونو ته هم ګوته نيولې ده.

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې هم په ايران كې د افغانانو د اعدامولو په موضوع بحث كړې او ليكلي، كه څه هم ايران په ظاهره د افغانستان د موجوده نظام ملاتړ كوي، خو د افغانانو د اعدامولو دا لړۍ ښۍ، چې ځينې كړۍ هڅه كوي په افغانستان كې سياسي او ټولنيز ثبات له منځه يوسي.

دې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې د ولسي جرګې په راتلونكو انتخاباتو بحث كړې او ځينو هغو ستونزو ته يى اشاره كړې، چې د انتخاباتو د قانون په سر د حكومت او ولسي جرګې ترمنځ موجود دي، چې د ورځپاڼې په وينا ژر تر ژره بايد حل شي.

په ورځپاڼه كې په كابل كې د سولې د ملي مشورتي جرګې د جوړولو لپاره روانو تياريو ته هم كتنه كړې او له دې جرګې څخه يى د افغاني ټولنې يوه ضروري اړتيا بللې ده.

هشت صبح:


دې نا دولتي ورځپاڼې بيا ايران ته د افغانستان لخوا د استول شوي پلاوي په حواله ليكلي، چې په تهران كې چارواكو سره دا منلې ده، چې د افغان بنديانو دوسيې له سره وڅيړي.

د ورځپاڼې د لومړي مخ غټ سرليك د ولسي جرګې د كانديدانو د نوم ليكنې د بهير پيل ته ځانګړې شوي او پدې ترڅ كې د انتخاباتو د قانون په سر شتو لانجو ته په اشارې ليكل شوي، چې ددغه قانون برخه ليك لا هم مبهم دې.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم د انتخاباتو د قانون په سر د ولسمشر او ولسي جرګې ترمنځ اختلافاتو ته كتنه كړې او ليكلي، چې ممكن دا ځلې هم دا قانون له انتخاباتو وروسته تصويب شي.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.

انيس پخپله سرمقاله كې بيا په هغو لارو چارو غور كړې، چې په افغانستان كې د ثبات د ټينګښت لپاره ضروري دي.

خو اصلاح بيا پخپله سرمقاله كې د كابل ښارۍ ته سپارښتنه كړې، چې په پلازمينه كې د نفوسو زياتوالي ته په پام كې ساتلو سره د بيارغونې چارې په سمه توګه پر مخ بوزي.

راه نجات:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پخپل لومړي مخ كې د سنډې ټايمز ورځپاڼې د هغه رپورټ په اړه، چې وايي ملاعمر له امريكا سره د سولې خبرو ته چمتو دې د طالبانو غبرګون راخستې او ليكلي، چې سنډې ټايمز دروغ وايي.

خو ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا د سنډې ټايمز ورځپاڼې رپورټ او د طالبانو غبرګون ته په اشارې دا پوښتنه كړې، چې څوك دروغ وايي امريكا او كه طالبان؟

په ورځپانه كې د انتخاباتو د خپلواك كمسيون په حواله يى دا خبر هم وركړې، چې د هوا د خرابوالي له كبله په تخار او بدخشان كې د كانديدانو د نوم ليكنې بهير ځنډول شوې.
XS
SM
MD
LG