د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۵ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۰:۲۳

ناټو:په كندهار كې كيدونكي عمليات به د مارجې په څيرنه وي


په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي مارک سیډویل

امریکایې او ناټو ځواکونه له څه مودې راهیسې په کندهارکې د سترو پوځي عملیاتو د پیل کولو خبرې کوي او وایې په دې عملیاتو سره به د افغانستان جنوب او په خاص ډول کندهار ولایت له طالب وسله والو څخه پاکه شي. خو په افغانستان کې د ناټو ملکي استازې وایې، چې د دې عملیاتو سیاسي پله به درنده وي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي مارک سیډویل د سې شنبې په ورځ وویل، په کندهار کی د وسله والو په ضد د کیدونکو عملیاتو اصلي مقصد به په دې ولایت کې د حکومت ښه کول او د ولسي خلکو د زړونو او فکرونو خپلول وي.

ښاغلي سیډ ویل زیاته کړه، د کندهار عملیات به د مارجې د پوځي عملیاتو په څیر نه وي. د مارجې په عملیاتو کې شاوخوا پنځلس زره امریکایي، ناټو او افغان عسکر برخه لري.

د ناټو ملکي استازی وایې، د کندهار امنیتي عملیات به د ښار او ولسوالیو په شاوخوا کې ځاى ځاى تر سره کیږي، مشري به یې افغان ځواکونه کوي او قدم په قدم به امنیت ښه کوي. دا به کومه ستره غوغا رامنځ ته نه کړي.

فرانسپرس اژانس لیکي: امریکایي ځواکونه له څو میاشتو راهیسي د کندهار په ښار او شاوخوا سېمو کي په عملیاتو کې ښکیل دي او د سرتېرو شمېر یې زیات کړی دی.

ناټو او امریکا په افغانستان کې شاوخوا ۱۲۶ زره سرتېري لري چې د وسله والو په ضد جګړو کې ښکیل دي. دا شمېر به د اګسټ میاشت کې ۱۵۰ زرو ته پورته شي. پوځي چارواکي وایې، کندهار ته به زیات شمېر تازه دمه سرتېري واستول شي.

پوځي چارواکي هیله من دي د ولسي جرګې له انتخاباتو مخکې چې د سمپتمبر میاشت کې به تر سره شي، په کندهار کې امنیت ښه کړي.

د ناټو ملکي استازی ښاغلی مارک سیډ ویل وایې، د کندهار د عملیاتو مهمه برخه به داوي، چې په دې ولایت کې حکومتي سیستم ښه شي، په ولسوالیو کې قضایې او عدلې چارې سمې شي تر څو خلک د خپلو ستونزو د حل په مقصد د طالبانو د غیر رسمې محکمو په ځاى حکومتي ادارو ته مراجعه وکړي.
XS
SM
MD
LG