د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۱۲:۰۲

چهارشنبې د اپريل ۲۱ مه


جیمز ټاون: د مس عینک په معدن کې چې د نړۍ تر ټولو لوی د مسو زیرمه بلل کیږي د چین پانګونې ته اشاره کوي

نړېوالو ګارډين او جیمز ټاون سازمان خپرونې په خپلو نننيو ګڼو كې د افغانستان په اړه ګڼ مطالب او تحليلونه خپاره كړي، چې لنديز يې دلته لولئ.

ګارډين:

د انګلستان چاپ ګارډین ورځپاڼه په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکي:

هغه شمېر افغان زندانیان چې د بریتانوي ځواکونو له خوا افغان چارواکو ته سپارل کیږي شکنجه کیږي، چې دې دا کار د بشر له حقونو څخه د مدافع ډلو او سازمانونو عکس العمل پاروي.

ورځپاڼه په بریتانیا کې د بشر د حقونو د مدافع وکیلانو په حواله وايي، په ۹ مواردو کې داسې اسناد او شواهد د دوې لاسو ته ورغلي چې د بریتانوي ځواکونو له خوا افغان مقاماتو ته سپارل شوي زندانیان له سختو شکنجو سره مخامخ شوي دي.

ګارډین لیکي: د بریتاینا د دفاع وزارت تر یو څه وخته دې موضوع ته پاملرنه نه کوله او یا لږ تر لږه دا يې نه منله، چې د دوي له خوا افغان مسولانو ته سپارل شوي زندانیان شکنجه کیږي.

خو په هر حال اوس د بریتانیا د دفاع وزارت هم په دې غورکوي، چې ایا افغان چارواکو ته د زندانیانو سپارل مناسب دي او که نه؟

ګارډین زیاتوي په دې اړه باید اوس په بریتانیا کې محکمه پریکړه وکړي چې ایا د دغه هېواد ځواکونه دا اجازه لري، چې په افغانستان کې نیول شوي کسان افغان دولت ته وسپاري.

د بشر د حقونو یو مدافع ګارډین ته ویلي: د بريتانیا حکومت څه موده وړاندې اماده نه وه، چې په دې اړه پورته شوي شکایتونه واوري.خو اوس د حکومت دا پریکړه چې د بشري حقونو له امله افغان مقاماتو ته د بندیانو سپارل وځنډوي د زندانیانو د حقونو د خوندي ساتلو لپاره یو ښه پریکړه ده.

جیمز ټاون سازمان خپرونه:

د جیمز ټاون سازمان خپرونه، چې د اسیا او اروپا د مسلو په اړه راپورونه ورکوي له افغانستان سره د چین د اقتصادي همکارېو د پراخوالي په اړه یو مطلب خپور کړی او لیکي:

د افغانستان او چین تر منځ اړیکې په ۱۹۵۵ کال کې ټینګې شوې خو هیڅکله هم د دغو دواړو هېوادونو تر منځ اقتصادي همکاري پیاوړې او پراخه نه وه.

خو د خپرونې په وینا د ۲۰۰۱ کال د یولسم سیپتمبر له بریدونو وروسته د افغانستان او چین تر منځ امینتي او اقتصادي همکاري ورځ په ورځ د پراخېدو په حال کې ده.

جیمز ټاون خپرونه وړاندې لیکي: د افغانستان اوسنۍ حکومت د چین د پانګوالو راجلبول د خپل هېواد د اقتصاد د ودې لپاره یوه مهمه منبع بولي.

او بل لورته چین هم افغانستان د انرژۍ د تولید لپاره د خام موادو یوه منبع، د سوداګرې د انتقال سیمه او په منطقه کې د چین د ګټو د پراختیا مهم مرکز بولي.

نشریه په دې لړ کې هغه قرار داد ته اشاره کوي چې د مارچ په ۲۴ د چین او افغانستان تر منځ لاسلیک شوی، چې له مخې د افغانستان صادرات زیاتیږي او د بریښنا د تولید، د معادنو د استخراج، د اورګاډي د پټلۍ او د انرژۍ د پروژو لپاره د چین له خوا پانګه اچول کیږي.

جیمز ټاون زیاتوي: د معلوماتو له مخې په تخمیني ډول افغانستان دا مهال یو عشاریه شپږ میلیارده بیرل نفت او ۴۴۰میلیارده متر مکعب ګاز په خپلو زیرمو کې لري، چې باید استخراج شي. او د دې سربېره د طلا او اوسپنې معادونو هم د چین پام ځان ته اړولی دی.

خپرونې په دې برخه کې د مس عینک په معدن کې چې د نړۍ تر ټولو لوی د مسو زیرمه بلل کیږي د چین پانګونې ته اشاره کوي.

چین د مس عینک معدن د استخراج لپاره تر اوسه پورې څه د پاسه درې نیم میلیارده ډالره پانګه اچولی ده.
XS
SM
MD
LG