د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۵

د پنجشنبې په ورځ د ناټوغړي هېوادونو وزیران په تایلنډ کې راغونډیږي


په كابل كې د ناټو ملكي استازي وويل، د ناټو او ايساف ځواكونو د اړوندو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران به د تايلنډ په كنفرانس كې په دې خبرې وكړي، چې څرنګه كيداى شي په راتلونكو څو مياشتو كې افغان ځواكونو ته د امنيتي مسووليتونو سپارل پيل كړي. مارك سېډويل وويل
په كابل كې د ناټو ملكي استازي وويل، د ناټو او ايساف ځواكونو د اړوندو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران به د تايلنډ په كنفرانس كې په دې خبرې وكړي، چې څرنګه كيداى شي په راتلونكو څو مياشتو كې افغان ځواكونو ته د امنيتي مسووليتونو سپارل پيل كړي. مارك سېډويل وويل

ټاكل شوې چې د پنج شنبې په ورځ د ناټو سازمان او په افغانستان كې د ايساف ځواكونو د اړوندو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران په تايلنډ كې غونډه وكړي، چې هدف به يې د نورو مسايلو سربيره، افغان ځواكونو د امنيتي مسئوليت په سپارلو او د افغانستان او سيمې په سياسي وضعيت خبرې وشي.

په كابل كې د ناټو ملكي استازي وويل، د ناټو او ايساف ځواكونو د اړوندو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران به د تايلنډ په كنفرانس كې په دې خبرې وكړي، چې څرنګه كيداى شي په راتلونكو څو مياشتو كې افغان ځواكونو ته د امنيتي مسووليتونو سپارل پيل كړي.

مارك سېډويل وويل، ناټو د جمهور ریيس حامد كرزي د هغه پلان عملي كولو ته ځان چمتو كوي چې ويلي يې و، افغان امنيتي ځواكونه به په درېيو كلونو كې د هيواد د كليدي سيمو د امنيت مسووليت پرغاړه اخلي او په پنځو كلونو كې به د ټول هيواد د امنيت مسووليت ته اوږه وركوي.

سېډول د افغان ځواكونو ته د امنيت سپارل د افغانستان د ملي حاكميت د ملاتړ يوه برخه وبلله چې په وينا يې د تايلنډ او له هغې وروسته د كابل په كنفرانس كې به يې په اړه پلان بشپړ شي:

"د افغانانو حاكميت، چې د نړيوالو ملاټر ورسره دى، ډير مهم دى، چې بايد په پلان كې شامل وي.

په دې به په تايلنډ كې بحث وشي، له هغې وروسته به موږ په دې اړه د افغانستان له حكومت او نورو ادارو لكه ملګري ملتونو او ځينو پراختيايي ادارو سره خبرې وكړو، تر څو موږ د كابل كنفرانس ته چې د جولاى په مياشت كې كيږي، موږ د انتقال د پروسې لپاره يو بشپړ پلان ولرو، چې له مخې به يې موږ وكولاى شو دغه پروسه د ۲۰۱۱ كال په لومړيو كې پيل كړو."

سډول وويل، چې افغان امنيتي ځواكونو له مخكې نه په اكثرو سيمو كې د پوځي عملياتو رهبري پر غاړه اخيستې ده.

هغه په دې برخه كې د هلمند د مارجې په سيمه كې د مشترك په نوم عملياتو ته اشاره وكړه، چې په وينا يې د افغانستان د ملي دفاع وزارت له خوا پلان شوى و.

د ناټو ملكي استازي د افغانستان ډېرې سيمې باثباته وبللې او تمه يې وښودله، چې د امنيت د انتقال چارې به په كې په ښه توګه پرمخ ولاړې شي، خو هغه وويل، په جنوب كې يو لړ ستونزې موجودې دي، چې د تايلنډ په كنفرانس كې به پرې خبرې وشي:

"تاسو ريښتيا وويل، په جنوب كې يو شمير ستونزې شته، لكه ثبات رامنځ ته كول، د حكومت د ظرفيتونو جوړول، تر څو موږ وكولاى شو، چې په سيمه كې امنيت، پراختيايي چارې او حكومت پياوړى كړو، دا به هم يو له هغو مسايلو څخه وي چې د بهرنيو چارو وزيران به يې په اړه خبرې وكړي."

سېډول وويل، چې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو په غوڼده كې به د افغانستان او د ګاونډيو ترمنځ د اړيكو په اړه هم خبرې وشي.

د نړيوالو ځواكونو له خوا افغان ځواكونو ته د امنيتي چارو سپارل د افغانستان لپاره د امريكا د متحده ايالاتو د نوې ستراتيژى يوه برخه ده.

د دغه ستراتيژۍ د اعلانولو په وخت چې له مخې يې افغانستان ته دېرش زره نور اضافي امريكايي عسكر راځي، د امريكا جمهور رييس بارك اوباما ژمنه وكړه، چې د راتلونكې ميلادي كال د جولاى په مياشت كې به له افغانستانه د خپلو ځواكونو په ويستلو پيل كوي.

خو پوښتنه داده چې ايا هغه مهال به افغان ځواكونه د دې جوګه وي چې په يوازې توګه د هيواد امنيتي مسئوليتونو ته اوږه وركړي؟
XS
SM
MD
LG