د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۴۲

کابل کې د طبیعي او غیر طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې لپاره د انځورګرۍ سیالۍ وشوه


په دغه سیالیو کې د ۱۲ ښوونځیو څخه شاوخوا سلو زده کوونکو ګډون درلود.

د پوهنى وزارت او افغاني سرې مياشتى ټولنى په ګډى همكارۍ، د سې شنبى په ورځ په كابل كې د څو ښوونځيو د زده كوونكو ترمينځ د انځورګرۍ مسابقه پيل شوه. مسوولينو وويل، د دوى هدف دا دى، چې زده كوونكي د طبيعي او غير طبيعي حوادثو په وړاندې د ځان او نورو د ژغورلو احساس پيداكړي.

د افغانستان د پوهنى وزارت د طبيعي او غيرطبيعي پيښو په وړاندې د زده كوونكو د ذهني او جسمي تياريو په هكله د كابل ښار د ښوونځيو د زده كوونكو ترمينځ د انځورګرۍ يوه مسابقه ترسره كړه .

دغه سیالۍ د سې شنبې په ورځ د پوهنې د وزارت او افغاني سرې مياشتې د ټولنې د مسوولو له خوا دعايشې دراني په ليسه كې د كابل ښار د دولسو ښوونځيو د زده كوونكو ترمنځ تنظيم شوې وه.

د كابل ښار د پوهنې رييس نجيب اله كامران وويل، د زده كوونكو انځورونه به د يو مسلكي هيات له خوا ارزيابي او غوره انځورونه به د جنوبي اسيا د انځورونو په مسابقه كې شامل شي:

"دا پروګرام چې د رسامي مسابقه ده، د ۱۲ ښوونځیو څخه څه دپاسه سل زده کوونکي په کې ګډون کوي.

دوی باید داسې رسمونه وکاږي، چې په طبیعي پېښو کې څه کولای شو، دلته د متعلم ذهنیت، د متعلم ابتکار او هغه تصویر چې د طبعي پېښو نه لري او څنګه کولای شي د هغه په مقابل کې مبارزه وکړي، خپل ذهنیت ښکاره کوي.

دا پرواګرام په دوو یعنې د رسامي او هنر ډولو وېشل شوي، چې پنځوس، پنځوس تنه په کې ګډون کوي."

مسوولينو وويل، د انځورګرى ورته مسابقې په همدى ورځ د هرات او ننګرهار په ولايتونو كې هم ترسره كېدونكي دي.

د پوهنې وزارت او افغاني سرې مياشتى د ټولنې د معلوماتو له مخې، له هر ولايت څخه به پنځه پنځه غوره انځورونه د جنوبي اسياد اوه هيوادونو د زده كوونكو ورته مسابقو ته و ليږل شي.

د انځورۍ له پيله مخكې زده كوونكوته ويل شوي و، چې له كومو پيښو څخه چې كركه لري او له كومو سودمنو پېښو سره چې مينه لري، هغه دې د دوى د احساس له مخې د كاغذ پرمخ انځور كړي.

مرسل نومې يوه نجلۍ چې انځور يې لانه و پيل كړى د دې احساس مې وپوښت، دې له ځان وژونكو پيښو څخه بده خاطره لرله ويې ويل:

"له انتحاري پېښو څخه کرکه لرم، ځکه چې ډېر خلک په کې ژوبلیږي، باید انتحاري ونه شي او پولیس باید ښه امنیت ټینګ کړي، څو د انتحاریانو مخه ونیسي."

په وروستيو كابو دېرشو كلونو كې د افغانستان ډېر خلك جنګونو، ټولنيزو ناخوالو، مهاجرتونو، وچكاليو او اقتصادي ستونزو سخت كړولي دي او په اوسنيو شرايطو كې هم په ځينو سيمو كې امنيتى وضيعيت د ډاډ وړنه دى او كله ناكله په كې مرګوني پيښې رامينځته كيږي، چى خلك يې نا كراره كړي دي.

مسوولين وايي، دوى هڅه كوي، د خلكو او په تېره د نوى نسل، ذهن دې ته چمتو كړي، چې د ښو او بدو ترمېنځ غوڅه كرښه تېره اوله ښو چارو سره مرسته وكړي.
XS
SM
MD
LG