د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۰۷

په کوړنګل درې کې د امریکايي پوستې په اړه ويډیويي فلم او د امریکا غبرګون


له دې اډې څخه امریکایي ځواکونه چې شمیر یې ۱۲۰ تنو ته رسیده، تیره اونۍ وتلي وو.

د امریکا یوه پوځی مقام د افغانستان په ختیځ کی له یوې لیرې پرتې غرنۍ سیمې څخه د امریکایی ځواکونو د پوستې د لرې کولو په اړه له وروستۍ پریکړې په دفاع وایي، چې پوځي قوماندانانو دغه پریکړه د خپلو امکاناتو او پوځي اهدافو په اساس کړې ده.

د اسوشیېټډ پرېس اژانس د راپور له مخې د امریکا د پوځ یوه ویاند ډګروال ویان شینکس دغه څرګندونې د هغه د ویډیویي تصاویرو په عکس العمل کې وکړې، چې د الجزیرې ټلویزیون پرون خپاره کړل.

په دې فلم کې یوه ډله وسله وال ښودل کیږي، چې ځان طالبان بولي او ادعا کوي چې د کونړ ولایت په کوړنګل دره کې یې دغه اډه چې پخوا د امریکایي ځواکونو وه، نیولې او له هغوی څخه پاتې شوي مهمات یې لاس ته راوړي دي.

له دې اډې څخه امریکایي ځواکونه چې شمیر یې ۱۲۰ تنو ته رسیده، تیره اونۍ وتلي وو.

د کوړنګل دره، چې امریکایانو په کې پوځی اډه جوړه کړې وه، پاکستان سرحد ته نږدې پرته ده، چې تقریبا هره ورځ د امریکایي ځواکونو او وسله والو طالبانو د نښتو او جګړو په ډګر اوښتې وه.

په دغه فلم کې وسله وال کسان ادعا کوي، چې دوی اوس پردغې لس کیلومتره اوږدې درې په بشپړه توګه کنټرول لري.

د امریکا د پوځ ویاند ډګروال ویان شینکس وویل، له دې فلم څخه دانه جوتیږي، چې وسله والو طالبانو به په دغې سیمې کنټرول ټینګ کړی وي، خو که داسې هم وي، دا له دې درې څخه د ځواکونو د ایستلو پر پرېکړې کوم اغیز نه کوي.

هغه زیاته کړه، پوځي قوماندانانو په کراتو کراتو ویلي وو، چې له دغې درې څخه باید ځواکونه وایستل شي ځکه د دوی په وینا هغه له ستراتیژیکې پلوه دومره مهمه نه ده او له دغو ځواکونو کیدای شي په ښه توګه په هغو سیمو کې کار واخیستلای شي، چې ګڼ میشتي دي.

د امریکا د پوځ دغه ویاند وویل، کله چې موږ دې پرېکړې ته ورسېدو، چې له دغې درې څخه باید خپله پوځي اډه لیرې کړو نو په دې هم پوه وو، چې ښایي د مخالفانو لاس ته پریوځي.

خو موږ تراوسه په دې باور یو چې موږ سمه پریکړه کړې ځکه هغو منابعو ته په پام سره چې زموږ په واک کې دي او هغو اهدافو ته چې غواړو ترلاسه یې کړ باید دا پرېکړه مو کړې وای.

د کوړنګل د درې په اړه د الجزیره ټلویزیون له خوا په خپاره شوي فلم کې یو وسله وال ښودل کیږي، چې د مرمیو ګردنۍ یې په اوږه ده او وایي دغه مرمۍ د امریکایانو د مهاتو له نورو صندقونو سره یوځای طالبانو په دې ځای کې موندلي دي.

خو د امریکا د پوځ وياند د غه ادعا رد کړه او ویې ویل، دا امکان نه لري ځکه امریکایي ځواکونو مخکې له دې چې دا اډه تخلیه کړي، ټولې وسلی، مهمات او تخنیکي وسایل لیږدولي دي.
XS
SM
MD
LG