د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

هيلري به د کابل په نړېوال کنفرانس کې ګډون وکړي


د امریکا بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن
د امریکا بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن

ټاکل شوې ده، چې د امریکا د بهرنیوچارو وزیره هلري کلنټن په افغانستان کې په جوړیدونکي نړیوال کنفرانس کې برخه واخلي. یوه لوړ رتبه امریکايي مقام پرون وویل، چې دا به د افغانستان د ثبات د تامین لپاره یو بل ګام وي.

په کابل کې دا نړیوال کنفرانس د جولاي د میاشتې په شلمه نېټه ترسره کیږی.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي ریچارډ هولبروک د دوشنبې په ورځ خبري رسنیو ته وویل، چې دا به یو وار بیا د افغانستان د ثبات له تامین سره د نړیوالو د تعهد څرګندونه وکړي.

د کابل نړیوال کنفرانس به د اروپايي اتحادیې دغړو هیوادونو د بهرنیوچارو د وزیرانو د کنفرانس ځای هم نیسي، چې ټاکل شوې وه د راتلونکې میاشتې په وروستیو کې تر سره شي.

البته د کابل کنفرانس مخکې به د سولې ملي مشورتي جرګه وشي او جمهور ریس حامد کرزې به واشنګټن ته سفر ولري.

جمهور ریس کرزی د مې د میاشتې له لسمې تر څوارلسمې واشنګټن ته ځي.

ریچارډ هولبروک ویلي، چې د غربیانو په ضد د جمهور ریس حامد کرزي له وروستیو تندو څرګندونو سره سره، د کابل او واشنګټن روابط ښه دي.

تر دې حده چې لس هاوو امریکايي عسکر د دې هیواد جنوب ته له وسله والو طالبانو سره د مبارزې په خاطر لیږدول شوي دي.

هولبروک ویلي، هغه وخت اوبه یوڅه خړې شوې وې خو اوس بېرته وضعیت ښه دی او موږ د راتلونکې په اړه فکر کوو.

د کابل د نړیوال کنفرانس هدف د روان میلادي کال د جنورۍ په میاشت کې په لندن کې د شوي نړیوال نړیوال کنفرانس د نتایجو ارزول دي.

د لندن په کنفرانس کې برخه اخیستونکو هیوادونو پریکړه وکړه، چې افغان ځواکونه به قدم په قدم د دې هیواد په یو شمیر ولایتونو کې د امنیت په تامین کې مخکښ رول لوبوي او په دې ډول به له دې هیواد څخه د بهرنیو قواوو د تدریجي وتلو لپاره لاره خلاصه شي.

د کابل په نړیوال کنفرانس کې به همدا راز له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د جمهور ریس کرزي د حکومت پر هڅو خبرې وشي. البته همدا مساله به واشنګټن ته د جمهور ریس د سفر په جریان کې هم تر ډیره حده مطرح کیږي.

ریچارډ هولبروک ویلي، چې موږ ټول په دې موافق یو چې د دوه اړخیزو ګټو په خاطر باید له اداري فساد سره په ډیر شدت مبارزې ته ضرورت دی.
XS
SM
MD
LG