د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۹

ولسي جرګې سولې ته د ملاعمرد چمتوالي هركلۍ كړې


د افغانستان د ولسي جرګې غړي او د سياسي چارو كارپوهان د سنډې ټايمز ورځپاڼې د راپور په اړه چې په هغې كې ويل شوي، د طالبانو مشرملامحمد عمرله امريكا سره د سولې خبرو اترو ته زړه ښه كړى، بېلابېل نظرونه لري.د ولسي جرګې مرستيال ميرويس ياسيني وايي، كه چېرې دا خبره رښتيا وي نو په افغانستان كې د سولې او ثبات په راوستلو كې يو د پام وړ پرمختګ دى.

د يوې پوښتنې په ځواب چې ايا د طالبانو او امريكا ترمنځ مخامخ خبرې اترې به د كابل د نظام مشروعيت تر پوښتنې لاندې رانه ولي، هغه وويل:

"د جګړې يو طرف د امريكا په مشرۍ ناټو ده، زه په دې كې څه ستونزه نه وينم، چې د جګړې له كومې خوا سره دې خبرې وشي.

پريږدئ چې خبرې ووينو، د خبرو شرايط وګورو، عمليه يې وګورو او وروسته له هغې داسې يوه پريكړه وكړو چې زموږ او ستاسو ملي پريكړه وي."

سنډې ټايمز د طالبانو د دوو چارواكو له قوله چې اصلي نومونه يې نه دي اخيستل شوي، راپور وركړى چې ملا محمد عمر نور نه غواړي د افغانستان واكمن شي او له امريكا سره جدي او صادقانه خبرو اترو ته چمتو دى.

په دې اړه مود افغانستان د جمهوري رياست او په كابل كې د امريكا د سفارت له چارواكو سره اړيكې ونيولې خو هغوى پرې له تبصرې ډډه وكړه.

بل خوا د ولسي جرګې ځينې غړي په دې ټينګار كوي، چې په افغانستان كې د سولې په هر ډول خبرو كې بايد افغان دولت هم ګډون ولري.

د ولسي جرګې منشي عبدالستار خواصي په دې اړه ازادۍ راډيو ته وويل:

"دوى بايد لومړۍ د افغانستان له اسلامي جمهوريت سره مذاكراتو ته داخل شي او كه چېرې مستقيمً امريكا مداخله كوي، دا په دې معنې چې ګواكې په افغانستان كې هيڅ نظام نشته.

خو دا خبره تراوسه پورې امريكايي چارواكو هم نه ده تاييد كړې. زه نه پوهيږم چې طالبان ولې وايې، چې له امريكا سره خبرې كوي."

په عين حال كې ځينې كارپوهان په دې باوردي، چې په افغانستان كې د خبرو اترو لپاره د طالبانو په دريځ كې بدلون نه دى راغلى.

د سياسي چارو يو كارپوه وحيد مژده وايې، يونيم كال مخكې طالبانو په دې شرط له ټولو خواوو سره خبرو اترو ته چمتوالى ښودلى و چې بهرنيان دې له افغانستان نه وځي.

پخوا هم په مطبوعاتو كې څو ځلې د خبرو اترو لپاره د طالبانو د چمتوالي په اړه راپورونه وركړل شوي و، چې وروسته د طالبانو رسمي سرچينو رد كړى دى.

بل خوا امريكايي چارواكي په افغانستان كې له عادي او جګ پوړو طالبانو سره د خبرو اترو په اړه يو دريځ نه لري، په دې وروستيو كې د دغه هېواد د دفاع وزير وويل، د طالبانو له مشرانو سره د خبرو اترو لپاره اوس شرايط نه دي برابر دى.
XS
SM
MD
LG