د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۳۱

نواندېش: د نوي ۵ کلن پلان د پلي کولو لپاره ۲ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده


كابل ښاروال انجينير محمد يونس نواندېش وايي، په نوي پلان کې شاوخوا ۷۰ پروژې په پام کې نیول شوي.

كابل ښاروالۍ وايي، د ښاردسړكونو، واټونو، پاركونو، د څښاك د اوبو سيستمونو او تنظيف لپاره يې نوى پنځه كلن پلان ترتيب كړى دى، چې له مخې به يې يو شمېر پروژې په لږه موده كې پيل او د روان كال ترپاى پورې به بشپړ شي. د دې پروژو په پلي كېدو به څه باندې دوه ميليارده ډالره ولګيږي او د ښار د اوسېدونكو ډيرې ستونزې به له مينځه يوسي.

كابل ښاروالۍ وايي، د ښار د بيارغاونې، تنظيف او سمسورتيا لپاره يې د څه باندې اويا نويو پروژو پنځه كلن پلان ترتيب كړى او په لږه موده كې به يې په كارونو لاس پورې شي.

كابل ښاروال انجينير محمد يونس نواندېش د دوشنبې په ورځ يوې خبري غونډې ته وويل، چې په دې پروژو كې د سړكونو، پلونو، ويالو، پاركونو، د كاناليزاسيون د سيستم جوړول، د تنظيف چارې او داسې نورې لويې او وړې پروژې شاملې دي.

ده وويل، د دې پروژو پلي كېدو ته څه باندې دوه ميليارده ډالره تخمين شوی دی:

"زموږ په پنځه كلن نوي پلان كې اويا عمده پروژې شاملې دي، ځيني به يې په يوكال كې بشپړې او خلكو ته به د ژوند په ډېرو برخو كې اسانتياوې برابرې كړي."

كابل ښاروال دا څرګندونې په داسې حال كې كوي، چې همدا اوس هم د ښار په ځينو برخو كې، د سړكونو د بيارغاونې، د ويالو د جوړولو او لارو او كوڅو د پخولو چارې ترسترګو كيږي.

خو خلك وايي، د ښاروالۍ روانې چارې له يوط خوا په ډيرې سستۍ سره پرمخ ځي او له بلې خوا د كيفيت له پلوه هم د قناعت وړ نه دي.

خلك دا هم وايي، د سړكونو تنګوالي او د موټرو بې پلانه زياتوالی دوى له ستونزو سره مخ كړي دي.

كابل ښاروال بیا وايي، چې د دوى په پنځه كلن پلان كې دا هم شامل دي، چې لوى سړكونه ورغوي او د پراخو واټونو له لارې يې يوله بل سره ونښلوي. ده وويل:

"د ښار دولس لوى واټونه مو خصوصي سكتور ته وركړي دي، همدارنګه له ښار څخه د اوبو د وتلو سيستمونه هم پلان او ډيزان شوي دي، په دې برخه كې USAID له موږ سره مرسته كوي او په څنګ كې يې د ښار د عمده سړكونو پخول هم شته."

د ښار ناولتيا بله ستونزه ده، چې خلك ځني شكايت كوي او د روغتيا كاركوونكي هم وايي، چې د ډېرو ناروغيو لامل همدغه د ښار ناپاكي اوبه او ككړه هواده.

خو ښاروالۍ وايي، چې د پرسونل بشپړولو او د نويو وسايلو اخيستو ته يې تدابير نيولي او په لږه موده كې د نويو وسايطو په رسېدو سره دا ستونزه هم څه ناڅه كمه شي.
XS
SM
MD
LG