د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۰:۰۴

قانوني:يوپلاوى دې له كرزي سره د تقنيني فرمان په اړه خبرې وكړئ؟


د ولسې جرګې رييس محمد يونس قانوني

د ولسې جرګې غړو له ډيرو بحثونونه وروسته پريكړه وكړه، چې د انتخاباتو په اړه د ولسمشر كرزي د تقنيني فرمان په اړه دې د دې جرګې يو پلاوى له ولسمشر سره خبرې وكړي.دا پريكړه وروسته تر هغې كيږي، چې د انتخاباتو په اړه د ولسمشر كرزي تقنيني فرمان څه موده مخكې د ولسې جرګې له خوا رد او د قانوني پروسې د طۍ كولو په هدف مشرانو جرګې ته واستول شو،

خو د مشرانو جرګې غړو اعلان وكړ چې دوى به د ولسې جرګې له خوا دا رد شوى تقنيني فرمان په خپله كاري اجنډا كې شامل نه كړي.

د ولسې جرګې رييس محمد يونس قانوني د دوشنبې ورځې د عمومې غونډې پريكړه چې د تړلو دروازو تر شاه وشوه دا سې اعلان كړه:

"له ولسې جرګې څخه دې يو پلاوى انتخاب شي او له ولسمشر او د انتخاباتو له كميسيون سره دې د انتخاباتو د نافذ قانون د عملي كولو په اړه خبرې وكړې.

د ولسي جرګې ټول غړي د راېو په اتفاق په همدې ټكي سلاشول چې د دې جرګې د حقوق پوهانو يو پلاوى دې په دې اړه كار وكړي."

ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه د ولسمشركرزي نوى تقنيني فرمان چې دعدلې وزارت له خوا په رسمي جريده كې هم خپورشوى څه موده مخكې رد كړاو اعلان يې وكړ، چې د ولسې جرګې د روان كال انتخابات دې د پخواني قانون پراساس ترسره شي.

خوكله چې د ولسې جرګې له خوا دا رد شوى تقنيني فرمان د قانوني پروسې د طۍ كولو لپاره مشرانو جرګې ته واستول شو، د مشرانو جرګې اداري پلاوي وويل، چې دوى نه غواړي اوس مهال په دې رد شوي تقنيني فرمان بحث وكړي.

دغه رازمشرانو جرګې ولسې جرګې ته هم يومكتوب استولى چې دوى به د انتخاباتو په اړه د ولسمشركرزي رد شوى تقنيني فرمان په خپله كاري اجنډا كې شامل نه كړي.

په عين حال كې د ولسي جرګې يوشمېرغړي وايي، چې ملي شورا او حكومت بايد د دې ستونزې د حل لپاره يوه مناسبه لار ولټوي څو د دواړو ترمنځ روانې ناندرۍ پاى ته ورسيږي.

د ولسې جرګې غړى محمد داود هاشمي په دې اړه خپل نظر داسې څرګند كړ:

"دا د حل لاره نه ده، چې حكومت زموږ قانوني چلند په پام كې ونه نيسي، زما له نظره ښه لاره، چې هم عملي ده اوهم قانوني داده، چې ولسمشر دې يوبل فرمان چې په كې د انتخاباتو په قانون كې تعديلات راوستل شوي وي او د خلكو له غوښتنو سره برابروي صادر كړي."

كه څه هم ولسي جرګه وايې، چې د روان كال د ولسې جرګې انتخابات دې د پخواني قانون له مخې ترسره شي خو حكومتي چارواكي وايي، چې ولسي جرګې د اساسي قانون خلاف د انتخاباتو د قانون په اړه د ولسمشر كرزي تقنيني فرمان رد كړى او انتخابات به د همدې تقنيني فرمان پراساس ترسره شي.

د ولسې جرګې اوحكومت ددغو ناندرېو په لړكې د انتخاباتو د خپلواك كميسيون نوى مشر مولوي فضل احمد معنوي اعلان كړى، چې د سنبلې يا وږي په اوه ويشتمه نېټه به د ولسې جرګې انتخابات د ولسمشر كرزي د تقنيني فرمان پراساس ترسره شي.
XS
SM
MD
LG