د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۹

په پوهنتونونو كې د انجونو د كموالى يو سبب ناامني ده


د افغانستان د لوړو زده كړو وزرات د هېواد په دولتي پوهنتونونو او د كانكور په ازموينه كې د ښځو د لږ شمېر سبب د زده كړو پر وخت د ليليو نه موجوديت او په ځينو سيمو كې نا امني بولي.

د افغانستان د لوړو زده كړو وزارت سرپرست سرور دانش د يكشنبې په ورځ، د امريكا د نړېوالې پراختيايي ادارې د چارواكو څخه د كابل پوهنتون د ښځو د ملي ليلې د تسليمولو پر وخت د انجونو د زده كړو او ستونزو په اړه داسې وويل:

”په ځينو ولايتونو كې په لوړو زده كړو كې يوه انجلۍ هم نه لرو، د ځينو ولايتونو د لوړو زده كړو په موسيسو او ان په كابل كې هم يوه ښځه نه ده بريالۍ شوې.

د مثال په توګه په ۱۳۸۸ كال كې د نورستان ولايت څخه درې تنه كاميابه شوي، چې درې سره هم هلكان دي، پنځه يا شپږ نور ولايتونه دي، چې د ۲۰ څخه تر ۳۰ ځوانان يې بريالي شوي دي لكه اروزګان، زابل او نور.“

د كابل پوهنتون د ښځو ملي ليله له نن څخه كلونه په خوا د افغانستان د لوړو زده كړو وزارت جوړه كړې وه، مخكې تر دې چې د زده كوونكو پر مخ پرانيستل شي د څو كلونو جنګ جګړو پر مهال ويجاړه شوې وه.

خو ۷ كاله پخوا د دغې ملي ليليې د بيا رغولو كار د امريكا د نړېوالې پراختيايي ادارې له خوا پيل شو.

د چارواكو په خبره چې په دغه ليليه كې محدود شمېر انجونې اوسېدلې او اوس په دغه ليليه كې ۱۱۰۰ انجونې اوسېږي.

په كابل كې د امريكا د سفارت يوه چارواكي فرانسيس ريچارډ وويل، هېواد به يې د لوړو زده كړو په برخه كې له نورو مرستو سربېره په كابل كې د هلكانو لپاره هم د يوې ليليې په جوړولو كې مرسته وكړي:

”د امريكا دولت د ۱۲ ميلويونو ډالرو په پانګونې سره دغه ليليه بيا ورغوله چې ۱۱۰۰ انجونې په كې ژوند كولاى شي.

موږ به د دغې ليلې سره يونيم ميليونه ډالره مرسته وكړو، چې دغه انجونې په ارامه فضا كې ژوند وكړي.

موږ همدارنګه د لوړو زده كړو وزارت سره د ۷ ميليونو ډالرو ژمنه كوو، چې د هلكانو ليليه به په جوړه شي او ۸۰۰ تنه به په كې اوسېدلاى شي.“

د افغانستان د لوړو زده كړو وزارت د مالوماتو له مخې د۱۳۸۸ كال په كانكور كې۱۷ زرو انجونو ګډون كړى و، چې له هغې جملې څخه ۵۰۰۰ پوهنتونونو ته جذب شوي دي.

افغان انجونې د كورنيو او ټولنيزو ستونزو له امله ډېره لږ چانس لري، چې لوړې زده كړې وكړي.

عام خلك د افغانستان د لوړو زده كړو پر وزارت دا انتقادونه كوي چې، د ولايتونو په پوهنتونونو كې د ښځينه زده كوونكو لپاره د اسانتياوو برابرولو ته ډيره پاملرنه نه كوي.

معصوم ميوند_كابل
XS
SM
MD
LG